د لاسرسي ځای

رابرټ ګېټس په کابل کې


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس په ناڅاپي سفر د افغانستان پلازمېنې کابل ته تللی دی.
نوموړی په داسې وخت کې کابل ته تللی چې د افغانستان او ناټو ترمنځ، د عامو وګړو پر وژنه، اړیکي د کړکېچ ښکار دي. د مارچ په دویمه نېټه د ناټو الوتکو په بمبارۍ کې نهه ماشومان وژل شوي ول. له دې پېښې سره خلک زښت وپارېدل او په پلازمېنې کابل کې تېره ورځ په زرګونو کسانو احتجاج وکړ. افغان ولسمشر حامد کرزي په دې هېواد کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال ډېوېډ پیټرییس ته ویلي بښنه یې کافي نه ده، او دا چې د عامو وګړو مرګ ژوبله نور هیڅ د منلو وړ نه ده.
XS
SM
MD
LG