د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: په بمي برید کې شپږ وژل شوي


د عراق په بصره ښار کې د یو بمي برید پر مهال لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي.
رپورټونه وايي د بمي برید پر مهال د امریکايي پوځ یو موټر تېر شو او یو بس یې ښکار شو. بل پلو د عراق په شمالي د کوردانو په سیمه کې چارواکو د کوردانو د یوې ازادې راډیو دوتر تالاشي کړې ده. د دې راډیو نوم ((غږ)) وو او په دې وروستیو کې یې د حکومت ضد مظاهرې څارلې او په اړه یې خبرونه خپرول. دا دحکومت له لورې د رسنیو پر دوتر دویم برید دی. په عراق کې د حکومت ضد مظاهرې د فبرورۍ له اوولسمې نېټې پیلې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG