د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بحرین کې مظاهرې


په بحرین کې په سلګونو شیعه مظاهره چیان په پلازمېنې ماناما کې د امریکا د سفارت مخې ته راغونډ شوي دي.
احتجاج کوونکي وايي امریکا په دې هېواد کې د بدلون د کیمپېن هسې ملاتړ نه کوي لکه د تیونس او مصري ولسي پاڅونونو یې چې کړی وو. احتجاج کوونکي په دې تکل دي چې پر واک د سني پاچايۍ زور کم کړي. بحرین د امریکا لپاره په ځانګړي ډول یو مهم هېواد دی ځکه چې دلته د امریکا د بحري ځواکونو اډه ده. دا اډه په سیمه کې د ایران د اغېز پر وړاندې د توازن رامنځ ته کولو په موخه کار کوي. په بحرین کې د فبرورۍ له څوارلسمې نېټې د سیاسي بدلونونو لپاره لویې مظاهرې شوې دي. تېره ورځ د حکومت د ودانۍ مخې ته په زرګونو کسانو مظاهره وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG