د لاسرسي ځای

لیبیا ته به د ملګرو ملتونو ډله استوم: بان کي مون


ملګري ملتونه په لیبیا کې د بشري حالت د جاج اخیستو لپاره خپله یوه ډله هلته استوي.
په دې هېواد کې د معمر قذافي پلویو ځواکونو او د یاغیانو پر ضد جګړه لا نوره تودېږي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د اردن پخوانی سفیر عبدلېله الخطاب لیبیا ته د خپل ځانګړي استازي په حیث نومولی دی. تر دې مخکې بان کي مون د لیبیا د بهرنیو چارو له وزیر موسا کوسا سره په ټیلي فون خبرې وکړې. بان کي مون غوښتنه کړې ده چې په لیبیا کې دې پر عامو وګړو یو مخیز بریدونه ودروي. نوموړي خبرداری ورکړی دی هغه کسان چې له نړیوال قانونه سرغړونه کوي به عدالت ته راکش کړل شي. د بان کي مون څرګندونې پر داسې مهال راغلي چې تېره ورځ، د معمر قذافي پلوي ځواکونو له یاغیانو د سیمو د واک ترلاسه کولو لپاره ټانکونه، راکټونه او جنګي هیلي کاپټرې کارولې دي.
XS
SM
MD
LG