د لاسرسي ځای

زمبابوې او بنګله دېش د کرکټ لوبې وبایللې




د کرکټ په ۵۰ اووريز نړیوال کپ په لړ کې نن نيوزيلينډ زمبابوی ته په لسو ويکټو ماتې ورکړه. زمبابوی اول بيټينګ وکړ او ۱۶۲ منډې يې جوړ کړې چې نيوزيلينډ د کومې ويکټې له غورځيدو بغير پوره کړل.
نن په يو بل ميچ کې ويسټ انډيز بنګله ديش ته په نهو ويکټو شکست ورکړ.

بنګله ديش لومړی بيټينګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په ماتېدو يې يوازې ۵۸ منډې جوړ کړې چې ويسټ اينډيز د يوه لوبغاړي په متېدو لوبه وګټلهد
سبا به سريلنکا د اسټريليا سره لوبه کوي.
XS
SM
MD
LG