د لاسرسي ځای

د روانې اونۍ پای کې د هند او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې کېږي


د هند او پاکستان تر منځ د امن لپاره خبرې اترې د مارچ پر ۲۸ او ۲۹ نېټه په نوي ډيلي کې ترسره کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې تهمینې جنجوعې مطبوعاتو ته ویلي چې په دې خبرو اترو کې به د دواړو ملکونو د کورنیو چارو سیکرټریان برخه اخلي او د ترهګرۍ د مخنیوي د موضوع تر څنګ د نشه يي موادو د مخنیوي پر چارو به خبرې کوي.

د هند او پاکستان تر منځ د امن لپاره په دوه زره څلورم کال کې پیل شوې مذاکرات له هغه وروسته ودرېدې ، چې د ۲۰۰۸م کال د نومبر پر اوویشتمه نېټه د هند د ممبۍ په ښار کې د ترهګرۍ بریدونو یو سل شپږ شپېته کسان ووژل.
XS
SM
MD
LG