د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوښار بمي چاودنه کې لس تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي


د نوښار اکبر پوره اخوند پنجي بابا مزار په جومات کې یو ماشوم په سخت ژوبل زخمي روغتون ته وړل کېږي
د نوښار اکبر پوره اخوند پنجي بابا مزار په جومات کې یو ماشوم په سخت ژوبل زخمي روغتون ته وړل کېږي


د خیبر پښتونخوا د نوښار اکبر پوره سیمې په يوه چاودنه کې لس کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰ ژوبل دي. د پيښور د ليډي ريډينګ هسپتال روغتيايي چارواکي وايي، چې په ژوبل شوو کسانو کې د شپږو حالت مرګونی دی.

دا چاودنه د اخوند پنجي بابا مزار په جومات کې د یوه نیمې بجې په خواشا کې وشوه .عیني شاهیدین وايي بم د قرآن مجید په المارۍ کې اېښودل شوی وو چې د جمعې د لمانځه پر وخت وچوي .خو دوی وايي ، چې چاودنه د لمانځه وروسته هغه وخت وشوه چې څه نا څه ۲۵۰۰ کسان د لنګر تقسیمېدو پر وخت ډوډۍ خوړلو ته راټول وو.

یو عیني شاهید سجاد علي شاه چې په دغه چاودنه کې ټپي شوی دی مشال رېډیو ته وویل،”د لنګر تقسیمېدو په وخت مې خلکو ته ډوډۍ ورکوله چې ناڅاپه چاودنه وشوه.دی وايي په جومات کې برید د انسان او مسلمان کار نشي کېدی “

د بم خونسا کوونکې ډلې چارواکي وايي، شاخوا درې نیم کلو باردوی مواد په دغه چاودنه کې کارول شوي دي.

د خيبر پښتونخوا سينير صوبايي وزير بشير احمد بلور له مشال رېډیو سره په خبرو کې د ځانمرګي بمي برید غندنه وکړه او ویې ویل،”چې ترهګرو زموږ پر ولس یرغل پېل کړی،زموږ جوماتونه ،زیارتونه ،هجرې،سکولونو،بازارونه کارباري ځایونه هر ځای چې زموږ خلک اوسېږي ،ترهګریې په نښه کوي”
XS
SM
MD
LG