د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن تعلیمي کمپین


د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د تعلیم عامولو کمپین یو لاریون
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د تعلیم عامولو کمپین یو لاریون
نیازموسی خیل مشال رېډیو کوټه

د درو میاشتو د ژمي د رخصتۍ وروسته،د مارچ پر لومړۍ نیټه ،په بلوچستان کي سکولونه او کالجان په داسي حال کي خلاص شو چي د یوې سروې له مخې په بلوچستان کي د تعلیم کچه د نورو ټولو صوبو په پرتله ډېره ټیټه ده.

دلته د غربت او نورو وجوهاتو له وجې ماشومان یا خو سکولو ته ګر سره ځي نه او که بیا ځي هم نو ډیر ژر یې مینځ کې پرېږدي.همداسې دوه ماشومان چې د غریبۍ له لاسه یې سکول پرې اېښی اوس په هوټلانو کي کار کوي چې د خپل کور نغرۍ بل و ساتي.

وړوکی مصطفی په مسافر خانه کې خواري مزدوري کوي او وايي، د سکول ویلو ډېر ارمان لري خو د نېستۍ له لاسه یې نشي ویلای.

یوبل ماشوم حسامُ الدین هم ارمان کوي،چي سکول یې ولي نه ووایه،خودی یې سبب غریبي او د سکول نشتوالی ګڼي.
دې صورتحال ته په کتلو سره،پشتون ملت پاله ګوند،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په سیمه کي د سکولانو د خلاصیدو سره سم یو تعلیمي کمپین پیل کړ ،چي سر لیک یې دۍ ٫٫هربچۍ په سکول کي،هر اُستاد په کلاس کي،په هر کلي کي سکول غواړو.٬٬


دا کمپین،چي اوس شروع شوۍ،د مارچ تر لسمې نیټې پوري به دوام ولري.د کمپین چلوونکی کبیرافغان وایي، ٫٫پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن یو داخله سکول مهم اعلان کړی دی چې پنځه کلن ماشومان دې هرو مرو سکولونو کې داخله کړل شي.د دې لپاره موږ کور پر کور،علاقه پر علاقه،ښار پر ښار ګرځو او اعلانونه کوو.٬٬

د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د تعلیم خورولو لاریون


کبیرافغان وايي، ددې کمپین موخه او مقصد په سیمه کې د علم رڼا خورول دي چې پښتانه ماشومان هم د نورو قامونو غوندې حق لري چې تعلیم حاصل کړي.لوړې زدکړې وکړي.ډاکټران ،انجینېران وساینسدانان،زراعت پوهان ،پایلټان او کمپیوټر پوهان جوړ شي.د بې علمی له وجې زموږ د پښتنو ماشومان په کوشنیوالي کې و کار کولو ته مجبوره شي او تعلیم ځیني پاته سي.نو موږ غواړو چي زموږ ماشومان زدکړه وکړي او د قام راتلونکې خوندي کړي.٬٬

هلته د سیمې اُستادانو هم دغه کمپین د ستایني وو وباله .دوي وایي،دا یو نیک ګام دی ،چي د تعلیمي پرمختګ لپاره به ګټور ثابته شي

.یو اُستاد سعیدالله وایي،” دا پروګرام چي اوس روان دی دا به پر کوشنیانو او میندو پلرونو اثر وکړي او بل دا موږ اُستادانو ته هم دا راښيي چې که مو خپله دنده په صحیح توګه تر سره نه کړه ،نو بیا دا قام یقینًا موږ تر ګریوان نیولی شي .٬٬

د سیمي خلګ په دې نظر دي که د صوبې نور سیاسي ګوندونه،موسسې،وګړي او حکومت هم په ګډه سره د یاد پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د کمپین په شان هلي ځلي وکړي،نو دا به یقینًا د صوبې او سیمي سباون ته د پرمختګ زیرۍ راوړي.
XS
SM
MD
LG