د لاسرسي ځای

ريمنډ ډيوس ته سفارتي استثنا نه ده حاصل: جج


د رېمنډ ديوس پر وړاندې د دوو پاکستانیانو د وژنې مقدمه چلېږي

د رېمنډ ديوس پر وړاندې د دوو پاکستانیانو د وژنې مقدمه چلېږي




په کوټ لکپت جيل لاهور کي د ريمنډ ډيوس د سفارتي استثنا په باب مقدمه کي ايډيشنل سېشن جج يوسف اوجلا خپله فيصله کي وویل ،” چې د ريمنډ ډيوس له طرفه وړاندي شوي اسناد ښیي چي هغه ته سفارتي استثنا نه ده حاصله.

عدالت د خپلې لنډي فيصلې اورولو وروسته د ريمنډ ډيوس د سفارتي استثنا درخواست خارج کړ او د وژل شویو تنانو وکيل ته یې وويل چي راتلونکي اوريدنه کي د ريمنډ ډيوس په ضد عدالت ته ثبوتونه وړاندي کړي چي پر هغه فرد جرم ولګول شي.


دي نه وړاندي د ريمنډ ډيوس وکيل زاهد حسين بخاري، او د وژل شوي تنانو وکيل اسد منظور بټ خپل دلایل وړاندي کړل. دغه وخت وکيل اسد منظور بټ عدالت ته وویل ،چي د ريمنډ ډيوس د سفارتي استثنا يو کيس د لاهور های کورټ په عدالت کي روان دی نو پکار ده چې دا عدالت دې په دې باب نوره اورېدنه نه کوي.

دغه وخت د ريمنډ ډيوس وکيل زاهد حسين بخاري هم د هغه د سفارتي استثنا په حواله خپل ثبوتونه وړاندي کړل. خو په ځواب کي عدالت وویل چي تر دي دمه د پاکستان حکومت د ريمنډ ډيوس د استثنا لپاره څه قسمه ثبوتونه وړاندي نه کړل چي پکې ريمنډ ډيوس سفارتکار ثابت کړي.

د فيصلي روستو د کيس اوريدنه د رواني مياشت اتمي نيټي پوري وځنډول شوه.

بلخوا د ريمنډ ډيوس په اړه د غير قانوني وسله ساتلوپه ضد د يو بل کېس اوريدنه کي ريمنډ ډيوس د پوښتنو ) ريمانډ( لپاره ۱۴ ورځې نور جيل ته واستول شو.
XS
SM
MD
LG