د لاسرسي ځای

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو کمشنره د لیبیا سرحد ته ځي


د اروپايي ټولنې جنډۍ

د اروپايي ټولنې جنډۍ

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو کمشنره کرسټالینا ګیورګیوا د لیبیا او تیونس ترمنځ پولې ته د دې لپاره هم ځي چې د ملګرو ملتونو هغه هڅې وګوري چې له لارې یې له لیبیا راغلیو په زرګونو کډوالو سره د مرستو کار روان دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویانده میلیسا فلېمنګ وايي، په لیبیا کې د ناکرارۍ له کبله، په تېرو څو ورځو کې، له ۱۸۰۰۰۰ زیات کسانو خپل کورونه پريښي دي. نوموړې زیاتوي، دا کډوال د مصر او تیونس پر پولو راټول شوي دي.

هلته د اروپايي ټولنې د بشري مرستو کمشنره مېرمن ګیورګیوا پېلان لري چې په یادو شویو سیمو کې له مرستندویه کارکوونکیو سره وګوري. نوموړې به له سرحدي چارواکو سره په اوسنیو حالاتو هم وغږېږي.

اوروپايي ټولنه غواړي، د کډوالو او دې سیمو لپاره خپلې مرستې له درې میلیونه یورو تر لسو میلیونو یورو پورې زیاتې کړي؛ او همدا راز طبي مرستې او د خلکو د اوسېدلو بندوبست هم وکړي.

مېرمن ګیورګیوا له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل مالي مرستې به بالاخره وروسول شي، خو اوسمهال د نغدو پیسو ورکول لومړۍ ستونزه نه ده.

نوموړې وايي(( پیسې لږې دي، خو اوسمهال دا لوی خنډ یا ستونزه نه ده. اصلي خبره دا وړتیا لرل دي چې د بدلېدونکیو حالاتو پر وړاندې ژر تر ژره کار وکړل شي؛ په داسې هېواد کې کار وکړل شي چې له نړۍ تر ډېره حده بیل دی او دا داسې هېواد دی چې د اړتیاوو په اړه له موږ سره ډېره محدود معلومات دي.))

د اروپايي ټولنې کمشنره وايي لا پېچلې خبره دا ده چې پوه طبي کارکوونکي هم له دې هېواده وتلي دي، او د دې له کبله په سیمه کې حالات لا نور خراب شوي دي.

له لیبیا د زیاتو کسانو له وتلو سره د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په دې اندېښمن شوي دي چې دلته به ډېر زیات کسان راشي. خو تر اوسه له هغو ۶۰۰۰ کسانو پرته چې له تیونسه په دې هېواد کې د انقلاب له کبله د اېټالیې، لمپېډوسا ټاپو ته راغلي ول، په پراخ کچ اروپا ته د کډوالو راتلل نه دي لیدل شوي.

مېرمن ګیورګیوا وايي دا تمه لري چې د اروپا پر ساحلونو د پناه غوښتلو لپاره د خلکو راتګ زیات شي ((د څه چې تمه ده هغه دا ده چې د اوروپا پر لور به د خلکو د راتګ لړۍ ولیدل شي. نن داسې رپورټونه دي چې ډېر زیات کسان نه خو، له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې تیونیسي وګړي، اېټالیې ته راغلي دي. کېدای شي دا له دې کبله وي چې موسم ښه وو. هسې خو سمندرګی ډېر مشکلات لري. داسې ښکاري چې دا هغه خلک دي چې خپلوان یې لا مخکې په اېټالیې کې ول.))

مېرمن ګیورګیوا دا رد کړه چې ګوندې اوروپايي طاقتونه په لیبیا کې پوځي مداخله کول غواړي، او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه باید په دې هېواد کې د خلکو ځپلو ته ځواب ووايي، او داسې ګامونه دې واخلي چې د دې خلکو ستونزې کمې شي.

بل پلو د برېتانیې وزیراعظم ډېوېډ کیمرون ویلي، دوی د تیونس او لیبیا پر پوله د پرتو مصري کډوالو بیرته خپلو کورونو ته د رسولو لپاره د الوتکو سروېس پیل کړی دی. د برېتانيې الوتکې د تیونس له جربه سیمې شا و خوا د ۸۸۰۰ کډوالو بیرته د مصر پلازمېنې قاهرې ته د رسولو عمل پیل کړی دی.
XS
SM
MD
LG