د لاسرسي ځای

د قذافي ملاتړي پوځ د مظاهره چیانو خلاف عملیات کړي


ه مشرقي ښار بریجه کې د مظاهره کونکو خلاف پوځي یرغل

ه مشرقي ښار بریجه کې د مظاهره کونکو خلاف پوځي یرغل



د لیبیا د ولسمشر معمر قذافي ځواکونو ددغي هیواد په مشرقي ښار بریجه کې د مظاهره کونکو خلاف عملیات پیل کړي، چې دا شان دغه ښار د حکومت مخالفه خلکو د ولکې نه خلاص کړي.


دا لومړی ځل دی، د قذافي ځواکونه دغه ښار ته ورغلي، چې د تیرو دوو اونیو راهیسي د مظاهره چیانو په کنټرول کې دی.


رپوټونه وایی په دغه نښتو کې د قذافې د مخالفه ډلو ۱۰ کسان وژل شوې او ۱۸ نور ژوبل دي.

البریجه د لیبیا د تیلو د پیداوار دویم لوي ښار دی. بلخوا امریکې خپلي جنګي بیړۍ لیبیا ته د هغي وروستو نزدې کړي دي، کله چې قذافې دا وو یل، دی به تر آخره پورې جنګیږي او واک به نه پریږدي.

دی وايي نړۍ د زرګونو هغه مظاهرهچیانو په اړه خبرې کوي چې په پرامنه مظاهرو کې ووژل شو.دلته یوه مظاهره هم نه ده شوې.

دلته جهاني مېډیا او سفارتکاران ژوند کوي.په بن غازي ،البېدا او هم په درنا کې هیڅ مظاهرې نه دي شوې .


قذافي دا خبرې د لیبیا ولس ته کولې چې په سرکاري ټیلې ویژن وښودل شوې .هغه په القاعده تور ولګوو، چې د دوی په ملک کې اړې ګړې او بد امني پیدا کول غواړي.

یو تازه خبر وايي چې د لیبیا مشر معمر قذافي او د عربي ټولنې مشر پر دې سلا شوي چې د وینزویلا د ولسمشر هوګو چاوېز په منځګړیتوب د لیبیا کړکېچ حل کړي.
XS
SM
MD
LG