د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو او امریکا د شهبازبټي وژنه وغندله


د اقلیتی چارو مرکزي وزیر شهباز بټي چې د نامالومه کسانو په ډزو کې ووژل شو
د اقلیتی چارو مرکزي وزیر شهباز بټي چې د نامالومه کسانو په ډزو کې ووژل شو
د پاکستان حکومت وایی، د اقلیتی چارو مرکزي وزیر شهباز بټي د وژنې پلټني یی پیل کړې دي ، او په دې لړ کې یې د یو ملزم خاکه هم جوړه کړې ده.

شهباز بټي پرون په اسلام آباد کې د نامعلومه وسلوالو لخوا په ډزو ووژل شو. د هغه د وژنې خلاف د پاکستان په لویو ښارونو اسلام آباد ، کراچۍ او لاهور کې مظاهري هم شوې دي.

دا په دغه هیواد کې دویم داسې حکومتي کس وو، چې په دې وروستو کې د ناموس رسالت د قانون د غلط استعمال او په دې کې د بدلون پر خبرو ووژلی شو.

شهباز بټي د وژني په ځایی کې داسې پاڼي هم ملاوو شوې دي، چې پکې تحریک طالبان پنجاب د دغي پیښې پړه پر غاړه اخستې ، او ویلي یې دي، دی یې د ناموس رسالت په قانون کې د بدلون په خبرو وژلی دی.

دی نه وړاندې په همدې قانون کې د بدلون په اړه د جنورۍ په میاشت کې د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر د خپلو څرګندونو له کبله د خپل سرکاري محافظ لخوا په ډزو ووژلی شو.

د نړۍ یو شمیر هیوادونو د پاکستان په حکومت کې د یوازیني اقلیتي مرکزي وزیر شهباز بټي وژنه په سختو ټکو غندلې ده.

د امریکا د بهرنو چارو وزیرې هیلري کلنټن او ملګرو ملتونو د شهباز بټي پر وژنه سخت خفګان ښکاره کړی ، او د پاکستان په حکومت یې زور راوړی، د ناموس رسالت په قانون دې خپله پالیسي واضحه کړي .
XS
SM
MD
LG