د لاسرسي ځای

د پاکستان وفاقي وزیر شهباز بټي څوک وو اولې ووژل شو



مجید بابر مشال رېډيو



د پاکستان د اقلیتی چارووفاقی و زیر شهبازبټي چه نن په اسلام آباد کی د نامعلومه وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو د پنجا ب د فیصل آباد ښارپه خوش پو ر سیمه کی د کا ل ۱۹۶۸ د سپټمبر په نهمه نیټه په یوه عیسوي کورنۍ کې زیږیدلی وو .

لومړنی زد کړې یې د فیصل آباد نه او لوړی زد کړې یې په سیاسیاتو کی د پنجاب پوهنتون نه کړې وې په ۲۰۰۲ کې یې د سیاسی ژوند پېل د پاکستان پیپلز ګوند له پلیټ فارمه کړی وو
د وفاقی وزیر شهباز بهټي موټر چې پکې نوموړی ووژل شو




د شهباز بټي یو نزدې ملګري جوزف فرانسس وایي چې هغه یو بشر دوسته انسان وو، پخپله ځوان وو، ځکه یې غوښتل چې ځوانان پرمختګ وکړي.

فرانسس زیاته کړه ، چې شهباز بټي ټول عمر د اقلیتونو او په خاصه توګه د عیسویانو د حقوقو لپاره ډیر جدوجهد کړي وو.شهبازبټي د پاکستان په پارلیمان کی ده ناموس رسا لت د قانون په اړه د بدلون له پاره د جوړې شوي کمیټی مشر هم وو، او په دي هڅه کی وو، چې د د غه قانون غلط استعمال بند شی.


د شهباز بټي یوې نزدې ملګرې میشل چوهدري مشال ريډیو ته اوويل چه هغه ته به د نامعلومه خلکو لخوا هر وخت د مرګ دړکې ورکول کیدی دا زیاتوي،” شهباز بټي د اقلیتونو د حفاظت او حقوقو لپاره پوره ژمن وو.او ددې لپاره یې خپل ژوند هم ورکړ .د هغه په وژلو سره د هغه مقصد نه شي ختمېدای.هغه له موږ څخه واخیستل شو خو موږ دا وعده کوو چې د هغه موخه او مشن به سر ته رسوو .٬٬

د وژل شوي وفاقی وزیر شهباز بهټي په اړه نور رپوټ دلته واوری

میشل چودهري دا هم وویل “چې څو ورځې وړاندې هغه ته دړکه ورکړل شوې وه چې وژنو دي خو شهباز ډېر زړور وو ما ده ته وویل چې د خپل حفاظت لپاره ساتونکي ډېره کړه او پام کوه خو ده بیا هم خپل کار جاري ساتلای.
هغه به راته ویل چې خدای به زما حفاظت کوي .عیسی علیه سلام له ما سره دی.هغوی به زما حفاظت کوي.دی د توهین رسالت قانون ډېر سخت خلاف وو او غوښت یې چې په دغه قانون کې بدلون راشي.”


په پاکستان کې اقلیتونه دا مهال له سختو ګواښونو سره مخامخ دي.په دې اړه د ګل ایاز څېړنیز رپوټ هم اورېدلای شي.

پاکستان کې اقلیتونه له خطر سره مخامخ دي

شهباز بټی چې د پلا ر نوم يې جیکب بهټي وو. د پاکستان په وفا قی کابینه کی لومړنی اقلیتي کس وو چې مکمل وفاقي وزارت ورسره وو. دده نه مخکې اقلیتی ممبران همیشه وزیر مملکت پاتې شوي دي.

شهبازبټی په ۱۹۸۵ م کا ل کی د آل پاکستا ن مایناریټي الاينس په نوم د اقلیتونو يوه اتحادیه هم جوړه کړي وه.

د پنجا ب وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر او شهبا ز بټي د موجوده پیپلز ګوند هغه دوه مهم چارواکی وو، چه د ناموس رسالت قانون له وجی په نښه کړي شو، او ووژل شو
XS
SM
MD
LG