د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا میډیټرانین سمندر ته یو بحري جنګي بېړۍ لیږي


د امریکا پوځ ویلي دي چې د میډیټرانین سمندر ته به یوسمندري جنګي بېړۍ لیږي چې ریډار سسټم پکې لګېدلی دی، د چارواکو په خبره دا د اروپا د توغندیو ضد دفاعي نظام د لومړي پړاؤ برخه ده.

د امریکا د پوځي مرکز پینټګان دتوغندیو ضد دفاعي تګلارې مشر جان پلمب په خبره چې دغه بحری بېړۍ جهاز به په را روانه هفته کې د شپږو میاشتو لپاره میډیټرانین ته لیږي.

په دې باندې د تیر کال راهیسې د روس اندیښنې دي چې د هغوي امنیت ته نقصان و نه رسوي. خو امریکایی او روسي چارواکي د اندیښنو لرې کولو په هڅه کې دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG