د لاسرسي ځای

د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین له ولسشر حامید کرزی سره ولیدل


د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین په وړمبي ځل د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په لندن کې ولیدل.

په کابل کې دولسمشر د ماڼۍ لخوا یو بیان کې ویل شوي حامد کرزې چې د برتانیا په دوه ورځني سفر تللی امریکايي چارواکي باندې یې د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځه د همکارۍ لا نور ټینګولو غږ وکړ.

دا مهال په افغانستان کې یولک څلویښت زره بهرني ځواکونه د وسله د وسله والو طالبانو سره په جنګ کې بوخت دي په دې ځواکونو کې تر ټولو زیات امریکايي پوځیان دي-
XS
SM
MD
LG