د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د مورنيو ژبو لمانځ غونډه


 دسوات ایلم غر
دسوات ایلم غر


سربيره په دې چې د سوات اوسيدونکي په دې ورستيو کي اول د ترهګرۍ پيښو او ورپسې د تير کال خونړيو سيلابونو ډير اوځپل خو د دغه سيمې د قلم او هنرخاوندان بيا هم بيداره دي او هڅې کوي چې د خپلې ژبې اوکلتور د ودې او پراختېا په چارو کې مهمه ونډه ولري.

هم د دغه جذبې په کارولوسره ، په سوات کې د ځايي شاعرانو، ليکوالانو او هنرمندانو يو تنظيم (سواستو آرټ اينډ کلچر ايسوسي ايشن) د روانې مياشتې په ۲۱مه د يوې ځانګړې ادبي او کلتوری دستورې په ترڅ کې د مورنيو ژبو نړيواله ورځ ولمانځله .


د ياد تنظيم صدر ښاغلي عثمان اولسيار مشال ريډيو سره په يوه مرکه کې د خپلې دستورې د ځانګړتيا په اړه وويل چې هغوی په سوات کې په لومړي ځل د پښتوژبې سره سره د نورو يو شميرځايي ژبواو لرغوني کلتوري آثارو د خونديتوب ارزښت په ګوته کړ.

د سوات په دغې غونډه کې د پښتو ادب پوهانو، پرویزشاهین، شمس بونيري او عبدالرحيم روغاني د ژبې په جوړښت، د هغې په علمي اساس او د مورنيو ژبو د ورځې د لمانځلو په اهميت ګټه ورې خبرې وکړې.

د مورنۍ ژبو د لمانځ غونډې ګډون والو د ځينو وړاندیزونو په ترڅ کې له صوبايي حکومته وغوښتل چې د دولتي او غير دولتي ښوونځيو په تعليمي نصاب کې دې پښتو ژبه د لازمي مضمون په توګه د رايج کولو خپلې کړې ژمنې زر تر زره تر سره کړي.


- همدغه راز د ډويژن په سطح د ريسرچ سنټرونو، کميونټي هالونو او آرټ اکيډميو د جوړولوغوښتنې هم اوشوې، چې په پښتو ادب کې د تحقيق او د سيمه ايزه هنرونو د روزنې چارې پر مخ يوړل شي.

ښاغلۍ اولسیار وايي ، هغه او د هغه ملګري هيله مند دي چې د صوبې ملتپالي سياسي واکداران به د هغوۍ په غوښتنو او وړانديزونو په سنجیدګۍ سره غور اوکړي.


په سوات کې د مورنيو ژبو د لمانځ غونډې پر مهال یوه مشاعرې وشوه. د سواستو آرټ اينډ کلچر ايسوسي ايشن د ادبي څانګې (سوچه ليکوال) يو فعاله غړي ښاغلي عطاالله جان مشال ريډيو ته وویل چې که يو پلو په سوات کې راغليوناورينونو په سيمه کې پښتني ادب او کلتورته زيان اړولۍ، نو بل پلو دغو بدو پيښو ښه او معياري شاعري هم له ځانه سره راوړې ده.

نوموړي په ځانګړې توګه د افسانې او روايتي کيسې ليکلو په برخه کې د ځايي ليکوالانو هڅې وستايلې. د عطاالله جان په وينا د هغوﺉ په دستوره کې د سوات د لريو پرتو سيمو څخه راغليو شاعرانو ډير په مينه ګډون وکړ.

د غونډې ورستۍ برخه د پښتو موسيقۍ محفل ته ځانګړې شوې وه چې پکې د سوات او ملاکنډ نوميالوهنرمندانو، سردار يوسفزي، خالد خان، ضياالدين او ګلزار په خپلو ږو سندرو بانډار تود وساتلی.

ښاغلي خالد خان مشال ريډيو سره په خپلو خبرو کې وویل چې دغه رنګ پروګرامونه د سوات او د شاو خوا سيمو د ويريدلي ترهېدلي ولس، په تيره بيا د هنرمندانو لپاره ډير د حوصلې وړ دي.

په داسې حال کې چې د سوات په ګل ورينه سيمه د يوې اوږدې مودې له خاموشۍ ورسته يو ځلې بيا د شعر او نغمې محفلونه جوړيدل پيل شوي دي.ځايي ليکوالان او هنرمندان د پښتو ادب او موسيقۍ د پراختيا په لړ کې د يو نوي او پیاوړي هوډ او عزم څرګندونې کوي-
XS
SM
MD
LG