د لاسرسي ځای

د پاکستان د اقلیتي چارو وزیر شهباز بهتي ووژل شو


اقلیتي چارو وزیر شهباز بهټي نامالومه وسلوالو ووژلی

اقلیتي چارو وزیر شهباز بهټي نامالومه وسلوالو ووژلی

په سر ښار اسلام آباد کې د پاکستان د اقلیتي چارو وفاقي وزیر شهباز بهټي د نا مالومه کسانو په ډزو کې وژل شوی دی . پولیس وايي وسله والو هغه وخت په نوموړي ډزې وکړې چې کله دی له کوره کار ته روان وو.

شهباز بهټي یو عیسایی وو او په دې ورستیو کې ورته د اسلامي ترههګرو لخوا دهړکې ورکړل شوې وې. ویل کېږی چې نوموړي په پاکستان کې د اسلام د سپکاوي پر ضد په قانون باندې نیوکې کړې وې.

په دغه قانون باندې د نومبر میاشتې راهیسې بحث تود دی ، چې یوې عیسایی میرمنې آسیه بی بی ته د اسلام د سپکاوي په تور کې د مرګ سزا اورول شوې وه.
یاده دې وي چې په ورستیو کې د دې قانون پر ضد د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر د خپلو څرګندونو له کبله ووژل شو چې غوښت یې په دې قانون کې د بدلون راشي.
XS
SM
MD
LG