د لاسرسي ځای

تازه خبر

په طالب مشرانو کې درزونه پیدا شوي دي


یو شمېر طالبان جګړې ته زړه نه ښه کوي.
یو شمېر طالبان جګړې ته زړه نه ښه کوي.
کېرولټا ګال نیویارک ټایمز

په امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې خبریاله کېرولتا ګال لیکي چې د نهه کاله جنګ وروسته په افغانستان کې د وسله والو طالبانو یو ۴۵ کلن کمندان چې له ۱۹۹۴ کال یعنې د طالبانو د غورځنګ د جوړېدو راهیسې له هغوی سره دی او له نامه ښودلو یي ډډه کړې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوې مرکې کې ویلي:

ما له یو شمېر طالب قواندانانو سره خبرې کړې او هغوي جګړو ته زړه نه ښه کوي. دا قوماندان وایي، ښکاره خبره ده چې د مسلې پر سر د طالبانو د قوماندانانو او په پاکستان کې د دېره طالب مشرانو تر منځ اختلاف پيدا شوي دي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: په طالب قوماندانانو باندې فشارونه د دې ښکارندوي دي، تر هغې چې د طالبانو مشران په پاکستان کې پناه ځایونه ولري، نو د افغانستان د جګړې ختمېدل به ګران وي.

د ورځپاڼې په باور، د افغانستان له پولې اخوا طالبانو ته د منابعو برابرول او دغه راز له طالبانو سره د پاکستان د پوځي استخباراتې کړېو ملاتړ د دې سب شوي چې طالبان جوړ جاړی ته نه حاضریږي.


په پاکستان کې دېره طالب مشران وایي، دوي به خپل قوماندانان مجبور کړي چې بیرته په افغانستان کې جبهو ته ستانه شي او د پاکستان د نفوذ د پراختیا په مقصد وسله والو شخړو ته دوام ورکړي.

نیویارک ټایمز په کندهار کې د ځینو خلکو څرګندونې راخیستي چې وایي، د طالبانو قوماندانان مجبور دي چې په پاکستان کې د دېره مشرانو خبرې ومني او دا ځکه چې دا قوماندانان هم په پاکستان کې پناه ځايونو ته اړ دي او کورنۍ یي هلته دي.


د طالبانو قوماندان نیویارک ټایمز سره مرکې کې ویلي، سره له دې چې د طالبانو قوماندانان په افغانستان کې د جګړو دوام ته لیواله نه دي خو بیا هم د خپلو مشرانو امرونه مني او په جګړو کې به برخه واخلي.

د طالبانو دغه قوماندان نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره مرکې کې ویلي، څه موده وړاندې د افغانستان پولي ته نږدې د پاکستان په خاورې کې د طالبانو مشرانو غونډه کړې وه او له قوماندانانو څخه یي وغوښتل چې هر یو باید څلور یا پنځه تنه وسله وال افغانستان ته واستوي او په جګړو کې برخه واخلي.


ورځپاڼه زیاتوي، د طالبانو د مشرانو په دې غونډې کې دغه راز د طالبانو په قوماندانانو باندې د امریکایي ځواکونو د حملو او د هغوي د وژل کېدو په اړه بحث وشو او دا ځکه چې د مهمو قوماندانانو په وژلو سره د وسله والو جګړو اغیز کم شوی دی.


د طالبانو ځینو قوماندانانو له خپلو مشرانو سره دا استدلال هم کاوه چې ولې په افغانستان کې د دوي زیات شمېر کسان بې ځایه قرباني شي.


نیویارک ټایمز وړاندې لیکي: د طالبانو د مشرتابه او د افغانستان د جبهو د قوماندانانو تر منځ د بیلتون په راپورونو سربېره، امریکایي چارواکو ته د پاکستان په کوټه ښار کې د طالبانو په مشرتابه کې د راپیدا شوېو اختلافونو راپورنه هم رسیدلي دي.

په کندهار کې د ناتو ځواکونو یو استخباراتې چارواکی وایي، دوي ته دا راپور هم رسیدلی چې په ډیسمبر میاشت کې د کوټې شوری په غونډې کې د چاقوانو جګړه شوې ده. د ده په وینا، دا د طالبانو په مشرتابه کې د شخړو څرګندونه کوي.

د ناتو استخباراتي چارواکي وایي، د شوری په غونډې کې ټوپکو او نورو وسلو ته اجازه نه ورکوله کیږي او همدا علت و چې د اختلافاتو په جریان کې له چاقوګانو څخه کار اخیستل شوی دی.
XS
SM
MD
LG