د لاسرسي ځای

پاکستان کې د پټرولیم بیې جګې شوې


دپاکستان حکومت په یوه تازه پریکړه کې دپټروليم موادو بیې نږدې لس فیصده لوړې کړې دي.

حکومتي چارواکي وايي داپریکړه په نړیواله منډۍ کې د تیلو د بیو د لوړ والي له وجې مخې ته راغلې ده .

دپاکستان دحکومت ددې ګام خلاف د مخالفو سیاسي ګوندونو او د ولسي خلکو د کلک غبرګون نخښې لیدل کیږي .

حکومت څلور میاشتې وړاندې هم د پټروليم موادو د بیو د لوړولو اعلان کړی و خو وروسته د مخالفو سیاسي ډلو د فشار له وجې وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د بیو د لوړ والي پرېکړه بیرته اخیستې وه .

دپاکستان د تیلو او د ګیسو دنرخونو ټاکونکې اداره اوګراوايي دنوي نرخ نامې پر اساس به د یو لیټر پیټرولو نوې بیه اتیا روپۍ او نولس پیسې وي.
XS
SM
MD
LG