د لاسرسي ځای

په مهمندو کې د سړک غاړې چاودنې یو کس وژلی


دمومند ایجنسۍ د تحصیل ساپي کندهارو سیمې په تور کور کلي کې د سرک د غاړې دبم د چاودیدو له امله یو ځايي کس وژل شوی دی.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې دپاکستان پوځ په دغه سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیات ترسره کړي وو چې له امله یې یو شمیر خلک بې کوره شوي وو، خو نږدې دوه اونۍ وړاندې پوځ دغه سیمه د وسله والو پاکه وګرځوله او ځايی خلک د کیمپونو څخه خپلو کورونو ته ستون شول .

په هم دې ترڅ کې د دانش کول په نوم د بې کوره شوو خلکو د یو کیمپ نه هم مومندو ته د کډو ستنیدل پیل شول .
XS
SM
MD
LG