د لاسرسي ځای

د کراچۍ ریګل بازار که کتابتون


د کراچۍ ریګل بازار د ارزان بییه کتابونو لپاره مشهور دی

د کراچۍ ریګل بازار د ارزان بییه کتابونو لپاره مشهور دی

ظفر کریمي مشال رېډیو کراچۍ

د کراچۍ ريګل بازار يو له هغې بازارونو څخه دی،چې د اتوار يا يکشنبې په ورځ پکې د کتاب د مينه والو ګڼه ګوڼه وي ـ دې بازار کې د کتابونو پلورونکي وايي چې په دې سېمه کې دکتابونو د بازار لګولو دا روايت يې د هندوستان د تقسيم د مخه راهیسې ژوندې ساتلی دی.

دوکانداران وايي چې دې بازار کې د ناول ،لنډې کيسې ،شاعرۍ او پر نورو ادبي موضوعاتو ليکل شوي کتابونه په زياته اندازه خرڅيږي ،

يو دوکاندار نهارعلي وايي " صرف د اتوار په ورځ دلته کتابونه راوړي ،دا کتابونه دده ورور د توک په حساب اخلي او بيا يې زه دلته خرڅوم" ـ

ياد شوي بازار ته يوازې د کراچۍ او سیند څخه نه بلکې د پښتونخوا ،کوټې او افغانستان څخه کراچۍ ته راغلي د کتاب مينوال د اتوار په ورځ ددې بازار ليدنه کوي ـ

پېښور کې ميشت مشهور ليکوال او کره کتونکی سليم راز هم يو له هغو خلکو څخه دی ، چې کله هم کراچۍ ته راشي نو له دې بازاره کتابونه اخلي.له مشال رېډیو سره په خبرو کې هغه وويل، " زما ډير زاړه يادونه ددې بازار سره تړلي دي ، زه چې کله هم پېښور نه راشم نو د ريګل دې بازار ته راځم ـ کله کله ماته ناياب کتابونه له دې بازار نه په لاس راشي ،ماسره چې اوس د انګريزی او اردو ژبې د کتابونو کومه ذخيره موجوده ده نو هغه ما د ريګل ددې بازار نه وړي دي ـددې بازار اهميت دادی چې دې کې پراته زياتره ناچاپه کتابونه وي، او نورو ځايونو کې نه ميلاويږي بل دا چې دلته ميلاويدونکي کتابونه ارزان هم وي ،زه تقريبا د کال ۱۹۶۹يا ۱۹۷۰ څخه دلته راځم "


د اردو ژبي ليکوال او شاعر پروفيسر سحرانصاري اکثره د اتوار په همدې بازار کې ليدل کيږي،دا چې وجه يې څه ده ،په اړه يې نوموړی وايي ،دې بازار کې داسې کتابونه لاسر ته راځي چې هغه کتابونه نور ځايونو کې نه ميلاويږي،دا وجه ده چې زه زياتره دې بازار ته راځم ـ

دلته په هره موضوع ليکل شوي کتابونه ميلاويږي ـ د نړۍ د معياري ادب کتابونه همدلته ميلاويږي ـ ماسره خواوشاه پنځه ديريش زره کتابونه دي چې زياتره مې ددې بازار څخه ترلاسه کړي دي ـ

د کراچۍ پوهنتون زده کونکی فريدګل چې د کتابونو د لوستو مينه وال دی وايي چې هره هفته کې د اتوار ورځې راتلو ته انتظار کوي ـ

،، ما د تاريخ او د ادبي موضوعاتو سره تړلي زياتره کتابونه ددې بازار نه اخيستي دي ـ سياسي موضوعاتو باندې ليکل شوي کتابونه هم دلته پيداکيږي ـ د ميکسيم ګورکي او نجيب محفوظ اردو ته ترجمه شوي ناولونه هم ما له دې بازار نه اخيستي دي او هم په موسيقۍ ليکل شوي ښه ښه کتابونه ترلاسه کړي دي،، ـ


د انټرنيټ د راتلو سره که يوې خوا زياتره خلق د کمپوټر له لارې د مطالعې تنده ماتوي نو بلې خوا ته د کتاب مينه وال اوس هم د کتاب په لوستو د کتاب سره خپل تعلق او ملګرتيا تلپاتې ساتي ـ
XS
SM
MD
LG