د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار پر سرحدي سیمه پاکستاني پوځ بمبار کړی


د افغانستان ختیځ د ننګرهار ولایت کې د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستاني سرحدي ځواکونه پرله پسې د دوی پر کورونو له هیلي کوپټرو څخه هوايي بمبار کوي او د توپو او توغندیو ډزې کوي .دوی وايي ددې له لاسه څه نا څه ۴۵۰ کورنۍ کډه کولو ته مجبوره شوي دي.


د ګوشتې ولسوالۍ عبدلودو له مشال رېډیو سره په خبرو کې وويل چې د خوګاخېلو سیمې کرېړۍ ،مېتر،کولک او شاګۍ سیمو کې کورونه د پاکستان د غټو توپو په ډزو لګېدلي او هلته اکثریت اوسېدونکې د ګوشتې هوارې سیمې ته کډه شوې دي.او لاه د خلکو د کډه کېدو لړۍ دوام لري.


یو بل استوګن یاماها مهمند وویل ، د دوی پر کورونو د پاکستان څلور هیلي کوپټرو بمبار کړی او د دوی کورونه یې په توغندیو وویشتل او کورونه یې ورویجاړ کړی.نوموړي تور لګولی چې دا د پاکستاني پوځ یو پلان دی چې د سیمې خلک په کډه مجبور کړي او ورو ورو دغه سیمې ونیسي.


د ننګرهار دسرحدي پولیس کمندان امین الله امرخیل پېښه تایید کړېده او زیاتوي چې د افغانستان لوړپوړي چارواکي یې په پېښه خبر کړي او د هغوی د هدایاتو په انتظار دي.


د پاکستان د پوځ د نشریاتو د ادارې ای اېس پي آر ډایرېکټر بریګېډییر سید عظمت علي له مشال رېډیو سره په خبره دغه پېښه رد کړې ده او وایی چې د دوی د مالوماتو پر اساس داسې هیڅ پېښه نه ده شوې او زیاتوي،چې په دغه سیمه کې له ډېر احتیاط نه کار اخلي.او نه هم افغانستان ورسره په دې اړه څه خبرې کړېدي.
XS
SM
MD
LG