د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ دې په منځني ختیځ کې د بدلونونو ملاتړ وکړي: نېوې پېلې


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړې ادارې پر ټولو قامونو غږ کړی دی چې په منځني ختیځ کې دې د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.
د بشري حقونو د عالي ادارې مشرې نوې پېلې نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ویلي نړۍ باید د مظاهرچیانو مرسته وکړي او تر دې مخکې چې پخوانۍ قوي ګټې زیانمنې شي او یا هم نوي ګواښونه سر راپورته کړي، نو ژر دې نوي بدلونونه پیاوړي کړل شي. نوموړې د ۴۷ هېوادونو شورا ته وویل چې لیبیا دې وڅاري. دا پر داسې حال ده چې په لیبیا کې د معمر قذافي پلوي ځواکونو له لورې د عامو وګړو پر ضد د ځوابي کارروايۍ ویره څرګندېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن او نور وزیران او سفیران به هم نن د بشري حقونو په شورا کې له یو بل سره ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG