د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې به بلدیاتي انتخابات کېږي


د خیبرور
د خیبرور
د صوبه خيبر پښتونخواه ګورنر بيرسټر مسعود کوثر په قبایيلي سيمو کي د کونسلرانو په جمهوري طريقه سره د ټاکني اعلان کړی دی.


په قبایيلي سيمو کي په اول ځل بلدياتي نظام د پخواني ولس مشر پرويز مشرف په وخت کې شروع شوی وو چې په دې سره قريبا ۴۲۰ کونسلران په قبایيلي سيمو کي منتخب شوي وو.د پرويز مشرف په واکمنی کې د خیبر پښتونخوا پخواني والي افتخار حسين په خبره د دغه بلدياتي نظام مقصد په قبایيلي سيمو کي د پرمختګ کارونه کول دي.


د باجوړ ايجنسي د قامي اسمبلي اخونزاده چټان وایي ،چي د پرويز مشرف وخت کي ټاکل شويو د دغه کونسلرانو د مودې ختميدو ورستو انتخابات ونشو.خو پخواني ګورنر اويس احمد غني په قبایيلي سيمو کي د بلدياتي نظام دبيا منظم کيدو واک د هرې قبایلي ايجنسۍ پوليټکل ايجنټ ته ورکړو چې هغوی به د کونسلرانو انتخاب کوي .د دي ورستو په خيبر ايجنسي کي د کونسلرانو ټاکني شروع شوې .


اخونزاده چټان وائي چي د اويس غني ددغه عمل د سيمي سياسي ګوندونو او ولس غندنه وکړه. او زیاته یې کړه چې دا یو مثبت ګام دی چې اوسني ګورنر مسعود کوثر په قباییلي سیمو کې د کونسلرانو ټاکنه په جمهوري طريقه کوي .
ګورنر مسعود کوثر ویلي چې دولس نامزد کړی شوي کونسلران به د سيمي پرمختګ لپاره په ښه توګه کار وکړي.
XS
SM
MD
LG