د لاسرسي ځای

د ججانو او وکیلانو د تېښتونې خلاف احتجاج


د بلوچستان بار اتحادیې مشر بازمحمد کاکړ خبري غونډې ته وینا کوي

د بلوچستان بار اتحادیې مشر بازمحمد کاکړ خبري غونډې ته وینا کوي

خدای نور ناصر مشال رېډیو

دبلوچستان بارايسوسي ايشن وکيلانو ددوو ججانواودرو وکيلانودتښتوني خلاف نن د ګل په ورځ په ټوله صوبه کې کاربنديزاعلان کړي دي.

دوکيلانويادشوي احتجاج وروسته له هغه زور واخيست چي تېره ورځ دصوبې دبلوڅ مېشتوسيمواوسته محمداوډېره الله يارترمنځ په لويه لاره د نامعلومه کسانوله خوادوه ججان وتښتول شول.

جان محمدګوهراومحمدعلي کاکړدواړه ديوه ملګري په واده کي دګډون لپاره اوسته محمدسيمي ته تللي وو.دبلوچستان بارايسوسي ايشن صدربازمحمدکاکړتېرماښام په يوه خبري غونډه کي وويل،”څنګه چي تاسوته معلومه ده چي څوورځي له مخه زموږ څووکيلان تښتول شوي وو، چي تراوسه يې لاهم هيڅ درک نشته.خو له بده مرغه نن موږ ته اطلاع ورسېده چي زموږ دوه وکيلان هم وتښتول شول. داپه دې صوبه کي ډېره لويه اومهمه پېښه ده.ځکه ډسټرکټ اوسيشن جج يوه عامه عهده نه ده. داد ۲۲ګرېډه عهده ده اوهمدا دټول ډويژن جوډيشل افيسر وي٬٬


بازمحمدکاکړپه دې خبري غونډه کي نن په ټوله صوبه کي دوکيلانودکاربنديزاواحتجاج اعلان وکړ.اوزياته يې کړه چي هم نن به په ټولوښارونوکي تراحتجاجي لاريونووروسته غونډي کېږي چي په کې به دائينده لپاره لايحه عمل ټاکي....بازمحمدکاکړزياتوي که دسړي تښتوني دپېښومخنيوي ونه شو، نو حالات به نورهم خراب شي.هغه وویل،”اوس به لاس په لاس جنګ کېږي. که ستاپه سيمه کي يوڅوک تښتول کېږي نوستادسيمي اوسېدونکي به په بل ځاي کي محفوظه نه وي.ځکه چي داسي يې وکړل اودوي داسي غواړي.ديوه باعزته ايماندارجج دتښتوني نورڅه مقصدکېداي شي.يواځينی مقصديې دادی چي په دې صوبه کي به اوس سياسي ،سماجي اوقبايلي قوتونه په خپل منځ کي سره لاس اوګرېوان وي”


سره له دې چي نوموړي دصوبې په پوليسودا تور ولګاوه چي دوي هم له سړي تښتونکوډلوسره لاس لري. اوپه اوسني حکومت کي ډېرلوړپوړي چارواکي هم ورسره مل دي. خودبلوچستان حکومت له خواپه خپرې شوې يوې خبرپاڼه کي ويل شوي دنوموړو دوو ججانودتښتوني په لړکي وزيراعلي نواب اسلم رئيساني ټولوامنيتي ادارو ته سخت امرکړي چي ژرترژره دي تښتول شوي ججان او وکيلان راخوشي کړي.اوهمداراز دپوليسوله خوابياويل شوي دهمدې تښتوني پرضديې په سيمه کي دپلټني عمليات پيل کړي اوتردې دمه يې تر۳۰زيات کسان نيولي دي.
XS
SM
MD
LG