د لاسرسي ځای

کندهار کې د کوکنار کښت اړول کېږي


په کندهار کې د کوکنارو کرونده

په کندهار کې د کوکنارو کرونده

نقيب الله متونوال خوست مشال رېډیو


کندهار چې له هلمند وروسته د کوکنارو د کرکيلې او توليد دوهم لوى ولا يت بلل كيږي،چارواکي په دې ولايت کي ددې بوټو د اړولو د کمپاين د پيل خبرورکوي.

د كندهار ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس ګل محمد شکران وايي،چي په دې لړ کې يې د دې ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ كې ۹۵ جريبه ځمکه د کوکناروله بوټوڅخه پاکه کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

کندهاروالي توريالي ويسا،چي د کمپاين د پيل په موخه ژيړۍ ولسوالۍ تللي وه رسنيو ته وويل،چې ياد کمپاين په کندهارکې دپوليسو،ملي پوځ اوايساف ځواکونو له لوري ترسره کيږي اونور ولسواليوته به هم وغځول شي.

که څه هم چارواکي وايي، چې داځل د دې کښت د مخنيوي لپاره جدي دي،خو د بشپړامنيت نشتون به د دې کمپاين په وړاندي لوى خنډ وي او دا کمپاين د پيل په لومړۍ ورځ هم د وسله وال بريد لاندي راغلو، خو چا ته پکښې مرګ ژوبله وا نه وښته.

خو د تېرکال كوكنار اړولو په کمپاين کې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.

دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې وروسته به د كندهار ګاونډي هلمند ولايت كې هم د كوكنار اړولو كمپاين پيل شي. داچې دا ډول كمپاينونه به څومره اغيزمن وي وروسته به وليدل شي.
XS
SM
MD
LG