د لاسرسي ځای

د لیبیا په بېلا بېلا سیمو کې د حکومت مخالیفنو ولکه


د لیبیا نقشه

د لیبیا نقشه


سرچینه :رویټرز

ژباړه:فرخنده وزیر مشال رېډیو



رویټرز خبري اژانس لیکي ، په لیبیا کي د خلکو مظاهرو د ولسمشر قذافي واکمني د سختو حالاتو سره مخامخ کړي ده. او د دغه هیواد یو شمیر برخې چی د تیلو لویې ذخیري لرې، اوس د حکومت خلاف د مظاهره کونکو په ولکه کې دي. دلته پوښتنه دا ده چې په دغه ځایونو په موجوده حالاتو کې د چا کنټرول دی؟

رویټرز د لیبیا یو شمیر، د تیلو پیدا کونکو ښارونو او د هغوي امنیت ته کتنه کوي، چي په تیرو او روانو حالاتو کې د ناکرارۍ او بی یقینۍ سره مخامخ دي.
د افریقا د تیلو په پیداوار کې لیبیا په دریم نمبر راځي، او یو شمیر د تیلو کوهیا ن لري.
زاوره: د طرابلس نه ۱۲۰ کلومیټره غربي اړخ ته راځي، په دغه ښار د حکومت خلاف د مظاهره کونکو کنټرول دی.

سبراته: دطرابلس نه ۷۵ کلومیټره غربي اړخ ته راځي، دغلته د مصر یو اوسیدونکي چی تیونس ته اوښتی ، رویټرز ته وایی ، په دغه ښار هم د مظاهره کونکو کنټرول دی، او د یو بی یقینۍ صورتحال دی.

د بن غازی نه خپریدونکې یوه ورځپاڼه قرینه لیکي، په دغه ښار کې حکومت پوځ هم ځایی پر ځایی کړې دی.

زاویه: دغه ښار د طرابلس نه ۵۰ کلومیټره غربي اړخ ته پرېوځي، په یوه ورځ کې ۱۲۰،۰۰۰ بیرله تیل پیدا کوي، او په دغه ښار کې د تیلو یو شمیر کمپنۍ هم کار کوي،چې د حکومت د مخالفه ډلو د کنټرول لاندی دی. او د دغه ځایی نه خلکو رویټرز ته ویلي، د ښار په بهرنو لارو پوځ څارنه کوي.


طرابلس: او اوس هم ځو د لیبیا مرکز طرابلس ته، چرته چې داسی هیڅ نه ښکاري، ګنې د قذافي پوځ د ښار کنټرول د لاسه ورکړی دی، یو تن رویټرز ته وایی د تیر خالي په ورځ د ولسمشر قذافي یو شمیر پلویانو د هغه په حق کې مظاهري وکړې.

په طرابلس کې بینکونه خلاص دي، خو زیاتره دوکانونه بند دي، او خلک د وړو دوکانونو نه خوراکی شیانو اخستلو ته په کتارونو کې ولاړ ښکاري، په دغه ښار کې، په دې وروستو کې د ښاغلي قذافي خلاف سختی مظاهرې ولیدل شوې.
مصراته: د طرابلس نه ۲۰۰ کلومیټره مشرقي اړخ ته مصراته راځي، چې د مالونو وړلو راوړلو بندرګا ده ، خلک یې وایي ، د قذافي پلوه ځواکونه یې په شا تمبولي، او سیمه یی په خپله ولکه کې اخستي.

صرت: د طرابلس نه ۴۵۰ کلومیټره شرقي اړخ ته صرت راځي، دا د قذافی پلرنی کلی دی، او د پولیس او پوځ کنټرول دی، دلته د تیلو د پیدا کولو ټول سهولتونه هم موجود دي.

راص لا نوف، مصره البریجه: د طرابلس مشرقي اړخ ته راص لا نوف او مصره البریجه سیمې راځي، په دي ځایونو کې د تیلو د برامداتو مهم ځایونه جوړ شوي دي ، چې روان حالات به د لیبیا په اقتصاد ددغو ځایونو نه نورو هیوادونو ته د تیلو په لیږلو بد اثرات وغورځوي. او په دغه اړه متضاد رپوټونه دي، چې دغه سیمې د چا په کنټرول کې دي.

بن غازي: د طرابلس نه مشرقي اړخ ته۱۰۰۰ کلومیټره لري بن غازي ښار راځي، دا د لیبیا په دویم نمبر لوي ښار دی، او د روانو مظاهرو پیل هم ددې ځایی نه شوی وو. او داسې رپوټونه دي چې حکومت ضد ډلې پکې پیاوړې دي.

صریر او اجدابیاه: دا د مصر پولې ته نږدې پریوځي، او په اړه یی داسې ویل کیږي، په دغه سیمو هم د حکومت خلاف خلکو کنټرول دی، خو پر دي یقیني خبرونه لا نه رارسیدلي.
XS
SM
MD
LG