رپوټونه وايي په عمان کې د حکومت پر ضد احتجاج په ترڅ کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي
عیني شاهدین وايي دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د دې هیواد د پلازمېنې مسقط په شمال لویدیځ کې پروت ښار سوهار کې د راغونډ شوو حکومت مخالفه مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته وشوه .
تر دې وړاندې د تېرې شنبې په ورځ هم په دې هیواد کې خلکو د سیاسي اصلاحاتو لپاره احتجاجي غونډه کړې وه.
د دې هیواد باچا قبوس بن سعید خپله کابینه منظمه کړې ده چې په هیواد کې د راپورته کېدونکې احتجاجي لړۍ مخه ونیسي.