د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان دوه ججان نا مالومو کسانو تیښتولي دي



د بلوچستان د نصیر اباد په سیمه کې نا مالومو کسانو د سیوۍ دوه ججان تیښتولي دي

د سیوۍ سېشن جج جان محمد ګوهر یاسینزی او سینیر سیویل جج محمد علي کاکړ تېره شپه په داسې حال کې تري تم شوي دي چې د بلوچستان له ډېره مراد جمالي څخه د اوسته محمد سیمې ته روان وو.

د دې کسانو موټر د نصیراباد د کوټ عبدالصمد لهړي په سیمه کې موندل شوی دی خو د ځايي چارواکو په وینا د دې کسانو د راخوشي کولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

په دې صوبه کې وکیلانو د احتجاج په توګه نن عدالتونو ته د نه تللو اعلان کړی او خبرداری یې ورکړی دی که چیري حکومت دغه کسان راخوشي نه کړل نو دوي به په لاریونونو پیل وکړي.

څو ورځې وړاندې هم د بلوچستان های کورټ څلور وکیلان له کوټې څخه سیوۍ ته د سفر پر وخت تښتول شوي وو او تر اوسه لا نه دي خوشي کړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG