د لاسرسي ځای

په خوست کې چاودنه، نهه وژل شوي


د افغانستان په خوست ولایت کې د سرک تر غاړې په بمي برید کې نهه کسان وژل شوي دي.
له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي پېښه د خوست په لکڼو سیمه کې شوې ده. د خوست د امنیه قوماندانۍ یو چارواکی سمونوال محمد یعقوب د پېښې پخلی کړی دی. په پېښه کې د ملکي وګړو ګاډی په نښه شوی دی او په وژل شویو کې درې ښځې او څلور ماشومان دي. په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې اورپکو ملکي وګړي په نښه کړي دي چې له کبله یې له ننګرهاره تر کندوزه ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
XS
SM
MD
LG