د لاسرسي ځای

لارې بېلې بېلې دي: نواز شریف


د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف اشاره ورکړې ده چې په پنجاب صوبې کې به پیپلز ګوند له ایتلافي حکومته لرې کړي.
په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال نواز شریف وویل د پیپلز ګوند مرکزي ایتلافي حکومت ته یې د ۴۵ ورځو وخت ورکړی وو چې د دوی له لورې ورکړل شوې ۱۰ نکاتي اېجنډا دې عملي کړي خو د نواز شریف په وینا حکومت په دې ترځ کې پاتې راغلی دی. پیپلز ګوند ته ورکړل شوی وخت د تېرې چارشنبې په ورځ پای ته ورسېد او د نواز شریف په وینا د پنجاب صوبې اعلا وزیر شهباز شریف به کابینه ړنګه کړي او نوې کابینه به جوړه کړي. د پنجاب په صوبايي کابینې کې د پیپلز ګوند وزیران هم شته دي. د یادونې وړ ده چې د مسلم لیګ نواز ډلې او د پیپلز ګوند ترمنځ له مودې راهیسې سیاسي اختلافات ول.
XS
SM
MD
LG