د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال جام : د بنګله دېش د کرکټ لوبډلې له ایرلېنډ څخه لوبه په ۲۷ منډو وګټله


 په بنګله دېش کې د کرکټ د لوبې مینه وال
په بنګله دېش کې د کرکټ د لوبې مینه وال

د بنګله دېش د لوبډلې کپتان شکېب الحسن پچه وګتله او لومړی یې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه


د بنګله دېش د لوبډلې کپتان شکېب الحسن پچه وګتله او لومړی یې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه . د بنګله دېش له لورې تمیم اقبال او امرالکیاس د لوبې پیل په ښه توګه وکړ خو وروسته یې بیا نور لوبغاړي ښه ونه لوبېدل.

د بنګله دېش ټول لوبغاړي په ۴۹.۲ اورونو کې پر ۲۰۵ منډو وسوځېدل. تمیم اقبال هغه لوبغاړی وو چې تر ټولو ښه ولوبېدی او ۴۴ منډې یې وکړې.

د ایرلېنډ له خوا تر ټولو ښه بالنګ اندرې بوتها وکړ او چې به نهو اورونو کې یې ۳۲ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

د ۲۰۶ منډو د هدف د پوره کولو په ځواب کې د ایرلېنډ ټول لوبغاړي په ۴۵م اور کې ۱۷۸ منډې وکړې او وسوځېدو. د ایرلېنډ له خوا نېل جهان اوبراین تر نورو ښه وځلېدی او ۳۸ منډې یې وکړې.

د بنګله دېش له لورې شفیع الاسلام په ۸ اورونو کې د ۲۱ منډو په ورکولو سره ۴ وکټونه واخیستل او د خپلې لوبډلې په بریالیتوب کې یې مهم رول ولوباوی.

د ایرلېنډ لوبډله به خپله راتلونکې لوبه د مارچ پر ۲مه نېټه له انګلستان سره کوي او بنګله دېش به د مارچ پر ۴مه نېټه له ویسټ انډیز سره لوبه کوي.
XS
SM
MD
LG