د لاسرسي ځای

د افغان جینکو تعلیم له خطر سره مخامخ دی آکسفېم


د افغانستان د خوست ځاځي ولسوالۍ کې د جینکو تر اسمان لاندې یو ښوونځۍ

د افغانستان د خوست ځاځي ولسوالۍ کې د جینکو تر اسمان لاندې یو ښوونځۍ



ژباړه ملیحه امیرزاده مشال رېډیو


د یوې غیر سرکاري بهرني ادارې آکسفېم او د نورو مرستندویه ادارو د رپورټ له مخې په افغانستان کې د جینکو تعلیمي وضعې ته خطر دې. په دې ترڅ کې دې ادارو په بهرني حکومتونو باندې غږ کړې ، چې که څه هم د ځواکونو د وتلو تیاري کوي، خو په داسې حالاتو کې دې جینکۍ يواځې نه پریږدي.

په افغانستان کې د جینکو د تعلیم په اړه دغه رپورټ وایی په دغه هیواد کې د نېستۍ، د امنیت خرابې وضعې، د روزل شويو استازانو کمې، د پنځم جماعت نه وړاندې د تعلیمي معیار په اړه بې پروایي او په سکولونو کې د سهولتونو د کمي له امله د جینکو په تعلیمي میدان کې لاس ته راوړنې په کمیدو دي. دغه رپورټ د افغانستان له ۳۴ ولایتونو نه په ۱۷ کې له ۱۶۰۰ نه زیاتو جینکو ،دهغوی له مېندو پلرونو او استازانو نه په پوښتنو دا سروې چمتو شوې.


د دې رپورټ په خبره په ۲۰۰۱م کال په سکولونو کې د ۵۰۰۰ جینکو په پرتله اوس په افغانستان کې تقریبا دوه نیم میلیون جینکۍ په سکولونو کې رجسټر شوي دي. که څه هم دغه شمیر د جینکو د تعلیم په اړه ښه وضعه ښکاره کوي، خو بیا هم جینکۍ د تعلیم په تر لاسه کولو کې د یو شمیر خنډونو سره مخامخ دي.

په دغه هیواد کې د سکولونو تعلیمي معیار یو شان نه دې، او نه د سکولونو حالت ښه دې، جینکۍ په با قاعدګۍ سره سکولونو ته هم نه ځي. نو ځکه غیر سرکاري ادارې د بسپنه ورکو نکو هیوادونو او د افغانستان د حکومت نه د نویو هڅو غوښتنه کوي چې د جینکو د زده کړو لړي دې روانه وساتي او تعلیمي معیار دې هم ورته ښه کړي.

په افغانستان کې د آکسفېم مشرې نیتي بارګوا په خبره په هغه جینکو کې چې دوي ورسره خبرې کړې، زیاتره تر پوهنتون پورې زدکړې حاصلول غواړي. خو د ۲۰۰۱م کال راهیسې په دې هیواد کې تعلیمي نظام له یو شمیر چیلنجونو سره مخامخ دې.


دغه رپورټ وایي، په پوښتل شوو خلکو کې زیاترو دا ویلي چې د غربت له لاسه د جینکو په تعلیم بد اغیز پریوزي او هم دغه لویه وجه ده چې په سکولونو کې یې شمیر کم دې. د دې نه پرته بیا د جینکو تروخت له مخه ودونه او بد امني هم د دوي په تعلیم باندې اثر کوي. او هغه جینکۍ چې سکولونو ته ځي، ښه او روزل شوي میرمنې استازانې نه لري. په استازانو کې یواځې ۳۰ فیصده میرمنې دي چې زیاتره پکې په کابل کې دي. بلخوا په خوست کې یواځې درې فیصده او په پکتیکا کې یو فیصد میرمنې استازانې دې.

د رپورټ تر مخه په جینکو کې ۴۰ فیصدو دا ویلې چې د سکولونو ودانۍ یی سمې نه دي نو ځکه تر شنه اسمان لاندې زده کړې ترسره کوي. د کلیوالو سیمو د جینکو تعلیمی وضع بیا تر ټولو خرابه ده. چې سکولونو ته د تللو لپاره لوی مزلونه وهي.

دغه غیر سرکاري ادارې خبردارې ورکوي چې د حالاتو د خرا بیدلو له امله هم ډیرې جینکۍ سکولونو ته د تللو نه ډډه کوي. د رپورټ تر مخه بسپنه ورکونکې هیوادونه د جینکو د تعلیم پر ځایی په ثبات رواستلو او په پرمختګ باندې پام کوي. دغه ادارو په دې اندیښنه ښکاره کړې چې د ۲۰۱۴ م کال پورې د بهرني ځواکونو د وتلو سره به په دغه هیواد کې بهرني مرستې هم کمې شي.

په افغانستان کې د بشري مرستو همغاړې کونکې یوې غیر سرکاري ادارې ( کو آرډنیشن فار هیومینیټیرین اسیسټنس( د یوه مشر عبدلوحید حامدي په خبره د افغانستان د ښه سباون لپاره باید د جینکو تعلیم ته سمه پاملرنه وشي، او بسپنه ورکونکې هیوادونو ته پکار ده خپلو مرستو ته دوام ورکړي. ځکه یوه تعلیم یافته ښځه یوه ښه کورنۍ جوړولې شي، او اقتصاد ته هم ګټه رسولې شي.
XS
SM
MD
LG