د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د لیبیا پر وړاندې ګډه نړیواله تګلاره جوړوی


د امریکا ولسمشر بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د لیبیا په اړه څرګندونې وکړې
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د لیبیا په اړه څرګندونې وکړې


امریکا هڅه کوي چې د لېبيايې چارواکو پر وړاندې دنړيوالې همغږى یو تړون رامنځ ته کړې . چې په دې هیواد کې د تشدد د زیاتوالي او حکومت مخالفانو سره د زورزیاتیو مخه ونیول شي.

په دې لړ کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بريتانيا له وزيراعظم او خپل فرانسوي سيال او د اټالیا له چارواکو سره په دې اړه سلامشورې کړي دي.


امریکايي چارواکو په لیبیا کې د حالاتو د ښه کیدو لپاره د نړې له ځینو مشرانو سره سلا مشورې پیل کړي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې لړ کې د زیارت په ورځ د بریتانیې ، فرنس او اټلي له چارواکو سره خبرې اترې کړي دي.

ولسمشر اوباما په یوې تلویزوني وینا کې وویل، په ټولو هغو لارو چارو به غور وکړي چی په لیبیا کې د مظاهره کونکو په وړاندې د تشدد مخنوي وشي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نړې په مشرانو غږ وکړ چې د لیبیا د حالاتو د سمون لپاره دې سره یو موټې شي.

متحده ايالاتو د بشري حقونو له سازمانه د لېبيا د ويستلو غوښتنه هم کړې ده
دغه سازمان په جينوا کې دى او لېبيا يې تېر کال غړيتوب تر لاسه کړ.

ولسمشر اوباما وويل، د هغه د ملي امنيت ډله په دغو ټولو انتخابونو باندې فکر کوي.
د ولسمشر اوباما ددغه څرګندونو سرسم د سویټزرلېنډ هیواد د قذافي ټولې شتمنۍ کنګل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG