د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې دنآټو ۱۶ټانکرونه سوځول شوې او څلورتنه وژل شوي


په پېښور کې بېګا شپه شاوخوا دوه بجې د ناټو د مال وړونکو کاروانونو پر یوه اډه د ناڅرګندو وسله والو له خوا برید شوی، چې د لومړنیو رپوټونو له مخې ۱۶ ټانکرونه په کې سوځېدلي او څلور تنه په کې وژل شوي.

رپوټونه وايي ،څو تنو وسله والو د پېښور ښار رینګ روډ سیمې په یوه اډه کې پر ولاړو ټانکرونو برید کړی.

ځايي سرچینې وايي، د پېښې پر مهال په دغه اډه کې شل لارۍ ولاړې وې، چې پکې ۱۶ سوځېدلي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG