د لاسرسي ځای

د یمني مظاهره چیانو مخه ونیسی.ولسمشرعبدالله صالح


په هغه خبرپاڼه کې چې د یمن د دولتي خبري اژانسونو له خوا خپره شوې، ولسمشر علي امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې د مظاهره کوونکو مخه ونیسي.
دا مظاهره د علي عبدالله صالح د 32کلنې واکمنۍ د ختمولو په خاطر کيږي
د یمن د ولسمشر علي عبدالله صالح له ګونده د پارلمان اوو غړو ا ستعفی ورکړه، دوي له حاکم ګونده د استعفی سبب دا یاد کړ، چې حکومت د مظاهره کوونکو پر ضد له تشدده کار اخیستی دی

په دغو کسانو کې، چې استعفی یې ورکړې ده څو تنه د ولسمشر نژدې ملاتړی دی

د صالح ګوند د پارلمان په 301 څوکیو کې شاوخوا 240 څوکۍ لري، اپوزسیون ډله ولسمشر تور نوي چې په انتخاباتو کې درغلۍ کوي او له همدې امله یې د وکیلانو شمېر ډیر دی

تر اوسه په یمن کې د حکومت پرضد په مظاهرو کې له تیرې اونۍ راهیسې لږ تر لږه پنځلس تنه وژل شوي

دا شخړې د حکومت پلوه کسانو او هغو کسانو تر منځ شوي دي، چې د علي عبدالله صالح له دوه دیرش کلنۍ واکمنۍ سره مخالفت کوي
XS
SM
MD
LG