د لاسرسي ځای

تازه خبر

له لېبیا څخه پاکستانیان وزي


لیبیا:حکومت ضد مظاهرچي د یوې سوځول شوې حکومتي ودانۍ مخې ته ولاړ دی.د۲۰۱۱م کال د فبرورۍ ۲۳ نېټه
لیبیا:حکومت ضد مظاهرچي د یوې سوځول شوې حکومتي ودانۍ مخې ته ولاړ دی.د۲۰۱۱م کال د فبرورۍ ۲۳ نېټه
مجید بابر مشال رېډیو

په لېبیا کې د پاکستان سفیر علي جاوېد وايي چې په لېبیا کې اوسېدونکي ټول پاکستانیان محفوظه دي.دهغه په خبره هيڅ یو پاکستانی نه مړ او نه زخمي دی.

دی وايي چې له یوه ښار نه بل ښار ته سفر محفوظه نه دی نو ښه خبره دا ده چې په دې حالاتو کې دې پاکستانیان له یوه ښار نه بل ښار ته سفر ونکړي او ارام واوسي او په خپلو کورونو کې دې پاتې شي.


د لېبیا د سرښار طرابلس په اړه دی وايي،چې بازارونه تړل شوي دي خو هوايي میدان کې الوتکې ځي راځي. او نن هم یو شمېر پاکستان خپل ملک ته ولاړ.

سفیر علي جاوېد له مشال رېډیو سره په خبرو کې وويل ،چې په لېبیا کې د اوسېدونکو پاکستانیانو شمېر ۱۸۰۰ زره تنو ته رسېږي.چې په دوی کې یې ۲۰۰۰ پاکستانیان د بن غازي په کړکېچن ښار کې اوسېږي چې د هغوی له جملې څخه یې ۱۱۰۰ د لېبیا شهریت لري.

دی وايي، چې په بن غازي ښار کې پاکستان خپله کونسلګیري نه لري خو هلته یې مېشت استادان د رابطې کسان ټاکلي دي چې د مېشته پاکستانیانو حال احوال ترې اخلي.

په لېبیا کې پاکستاني سفیر علي جاويد وويل ،چې د دوی لومړۍ ترجیح په بن غازي ښار کې مېشت پاکستانیانو په خوندي توګه خپل هیواد ته ستنول دي.

دی وايي ،چې تر اوسه ۴۰۰۰ پاکستانیانو ورسره رابطه کړې چې خبل ملک ته ولاړ شي.دده په خبره چې د تلونکو پاکستانیانو لپاره تر ټولو خوندي او غوره سمندري لاره ده چې خپلو کورونو ته وګرځي.

سفیر علي جاوېد په لېبیا کې مېشت پاکستاني سفارتکارانو په اړه وويل ،چې هغوی بې له خنډ او مشکل څخه خپل کار ته ځي راځي.

دی وايي که څوک د خپلو حپلوانو په اړه حال احوال اخلي نو په دې ټیلفوني شمېر و له سفارت سره اړیکي وساتي.

۰۰۲۱۸۳۶۱۶۴۷۷
002183616477
۰۰۲۱۸۳۶۱۰۸۷۸
002183610878

او بل د رابطې کس دلشاد علي حبیب نومېږي چې دا یې تیلفوني شمېره ده.

۰۰۲۱۸۹۲۶۲۳۴۲۶۸

00218926234268
XS
SM
MD
LG