د لاسرسي ځای

سپین بولدک کې ځانمرګي برید ګڼه مرګژوبله اړولې


دکندهار امنیتي چارواکي وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه ځان وژونکي برید ۲۶ تنه ټپیان کړي دي.

په کندهار کې د سرحدي ځواکونو درستیزوال عبدالرازق وايي، چې حمله کوونکي په یوه موټر کې و او د سپین بولدک د سرحدي ولسوالۍ په بازار کې یې حمله وکړه.

دی وايي، دغه ځان وژونکي حملې ۱۶ ولسي خلک، ۶ پولیس او ۴ د ملي امنیت کار کوونکي ژوبل کړي دی.

سپین بولدک د پاکستان پولي ته پرته د کندهار یوه مهمه ولسوالۍ ده، یوه اونۍ مخکې د کندهار پر امنیه قومندانۍ هم وسله واله مخالفینو حمله وکړه،

چې د چارواکو په خبره، ۶۰ کسان په کې مړه او ټپیان شو ،چې طالبانو د دې حملې پړه پر غاړه اخیستې ده .
XS
SM
MD
LG