د لاسرسي ځای

د لېبیا مشرقي برخه حکومت مخالیفو نیولې



په ليبيا کي د حکومت ضد مظاهره چيانو د هيواد په مشرقی برخه کي يو شمير ښارونه تر قبضی لاندې راوستي دي.

دولسمشر معمر قذافی په مشرۍ پوځ د سرښار طرابلس په ګډون د هيوادد په مغربی برخه خپله قبضه ټینګوي. بلخوا د ولسمشر مخالفين چې پکې ځیې پوځيان هم شامل دي هڅه کوی چې هیواد مشرقی برخه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

تيره ورځ د ولسمشر معمر قذافي لخوا د مظاهره چيانو له مينځه د وړلو اعلان وروسته په سرښار طرابلس کي په وسله سمبال پوځي ډلې تر سترګو کيږی او په ښار کي د ډزو آوازونه هم اوريدل کيږي.

د ليبيا حکومت وايي په مظاهرو کې تر ۳۰۰ پورې کسان وژل شوي دي .

بلخوا د بشري حقونو نړيوالي اداری وایي چې د وژل شویو کسانو شميره لږتر لږه ۶۴۰ ده.
XS
SM
MD
LG