د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کابل بانک برید افغان سوداګر اندېښمن کړي


افغانستان:د کابل بانک
افغانستان:د کابل بانک
نقيب الله متونوال مشال رېډیو خوست
نږدې يوه اونۍ وړاندې دافغانستان په جلال آباد ښار كې د وسله والو طالبانو لخوا د كابل بانك پر څانكه وسله وال بريد وشو، چې په ترڅ كې يې ۴۰تنه مړه او له ۷۰ تنو زيات ټپيان شول.خو د مرګ ژوبلې تر څنګ بيا د خلكو سره دا انديښنې هم پيداكړي، چې ښايي په بانكونو كې د دوى پيسو او سرمايوته زيان ورسيږي.


د طالبانو د حكومت له ړنګيدو وروسته د ولسمشر كرزي حكومت په جوړيدو په افغانستان كې ګڼ خصوصي بانكونه جوړ او په ډير كم وخت كې يې زيات پرمختګ وكړ.
خلكو به چې پخوا خپلې پيسې اوسرمايې له صرافانو اويا په كورونو كې ساتلې بانكونه خوندي ځايونه وموندل او خپلې ډيرې كمې پيسې يې هم د حسابونو په پرانيستلو بانكونوته يوړې.


خو يوه اونۍ وړاندې دافغانستان په جلال آباد ښار كې د وسله والو طالبانو لخوا د كابل بانك پر څانكه د وسله وال بريد وروسته يو ځل بيا د خلكو سره دا انديښنې پيدا شوې، چې ښايي د دوى پيسو اوسرمايوته زيان ورسيږي.


په دې اړه د ننګرهار څو تنه اوسيدونكي خپلې انديښنې داسې څرګندوي.هدایت الله وايي امنیتي پېښو او پتېره د جلال آباد پر شخصي بانك وسلوال برید په دوی کې ویره اچولې چې په بېنک کې د خپلو پيسو ساتل به یې خوندي وي که څنګه.

فیصل بیا وايي ،”چې بېنک خپله یو اعتبار دی او کله چې امنیت نه وي نو خلک څنګه خپلې پیسې په بانکونه کې وساتي.٬٬

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد محمد زبير وايي،چې كه دولت د بانكونو امنيت ټينګ نكړي ښايي په دې ډول ملي اقتصاد ته هم ډير زيان ورسيږي.ددې امکان رامنځ ته کېدای شي چې خلک د بانک پر څای په دودیزه طریقه په خپلو کورونو کې پیسې وساتي.او دا به یوه لویه اقتصادي ضربه وي.


د خوست پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ استاد او دسوداګرى دخونو رييس نواب اميرزى هم وايي، چې په بانكونو دا ډول بريدونه او د دولت نه پاملرنه، په بانكونو د خلكو او په ځانكړي ډول د پانګوالو بې باوري زياتوي او په دې ډول اقتصاد او بيارغونې دواړو ته زيان اوړي.دی وايی،” پر کابل بانک برید پر بانکي سیسټم د خلکو اعتبار ته زیان رسوي.او په دې سره کورني او بهرني سوداګر زړه نا زړه کوي چې خپله سرمایه په بانکونو کې وساتي او دا به سووداګریزه راکړه وکړه ټکنۍ کړي.٬٬


خود ننګرهاروالي ګل آغاشېرزى ،وايي داسې پلان يې جوړکړى چې تردې وروسته به د بانكونو د ساتنې تر څنګ د ملي پوځ،سرحدي پوليسو او ملي پوليسو ټول سرتېري به له کاري سيمو ترراوتو وروسته د پخواکلونو په شان د پوځي انظباطانو لخوا څارل کېږي چې دا سرباز د چا په امر له خپلې کمندانۍ راوتلی دی.چې دده په خبره دغه ډول د کابل بانک د پېښې په شان د نورو احتمالي پېښو مخه ونيول شي.


د يادونې ده، چې دا مهال په افغانستان كې د دولتي بانكونو تر څنګ شپاړس خصوصي بانكونه هم فعال دي، چې په ډيرى ولايتونو كې څانګې لري او خلكو ته يې د پيسو په ليږد را ليږد ګڼې اسانتياوې برابرې كړي او هم يې د افغانستان د اقتصاد په پياوړتيا كې مهمه ونډه
XS
SM
MD
LG