د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ د خوراکي توکیو له کمي سره مخامخېدای شي.نړیوال بېنک


د غنمو او نورو غلو بییې لوړې خیږي
د غنمو او نورو غلو بییې لوړې خیږي
د مشال دمرکزي خبري څانګې رپوټ

ژباړه فرخنده وزیر

په نړۍ کې د خوراکې توکیو بیې د ۲۰۰۸ کال راهیسي په تیزۍ سره پر مخ رواني دي. او که دا هم دغسي وې، نو په راروان نزدي وخت کې به خلکو ته د خوراکي شیانو اخیستل ډیر ګران شي.

د جرمني په بون ښار کي د اقتصادي چارو د یوې ادارې مشر جاخیم وان بران وایی، نړۍ به د زیاتو بیو له یوه نوي دور سره مخامخ شي.

دی وایی، ًکه د نړۍ د خوراکي شیانو قیمتونو ته وکتل شي، نو د ۲۰۳۰ کال پوری به د غلې قیمتونه ۵۰ فیصدي زیات شي ، او د دي صدۍ په نیمایۍ کې دغه قیمتونه نور هم نیم په نیمه زیاتېداۍ شيً.

دا شان که د نړۍ سیاسي حالاتو ته وکتل شي نو په یو شمیر ملکونو کي سیاسي ناارامي روانه ده. چې دغه هم د خوراکي شیانو د قیمتونو په لوړولو کي مهم رول لوبوي.

څیړونکي وایی، د سیاسي کړکیچ اثرات د یو ملک په اقتصاد نیغ په نیغه پریوځي. لکه که په موجوده حالاتو کې مصر ته وکتل شي، چرته چی خلک د خپل کلنی آمدن څه ۴۰ فیصدي برخه په خوراکي شیانو خرڅوي. او هم دا یوه وجه ده ،چې خلک په دغه هیواد کې د حکومت خلاف راپاسیدل.

نړیوال بینک په دي وروستو کي دا خبر داری ورکړی وو، چې د خوراکي توکیو لوړو بیو د تیر کال د جون راهیسي په نړۍ کې څه نا څه ۴۴ میلیونه خلک د غربت سره مخامخ کړي دي.

د نړیوال بېنک صدر رابرټ زولیک خبریالانو ته وویل ، په نړۍ کې د خوراکي شیانو بیی خطرناک حده پوري جګي شوي دي. او په موجوده حالاتو کې دغه قیمتونه نور هم سیواکیدل به خلک له سختو مشکلاتو او ذهني پریشانو سره وړاندی کړي.

د نن سبا په دور کي چې مارکیټونه د یو بل سره تړلي دي، د یو هیواد اثر په بل ډیر زر پرېوزي. په روس کې د غنمو په فصلونو اور لګیدل او یا په یوکراین کې د خراب موسم له وجې د غنمو تیار فصل خرابیدلو نور ملکونه هم متاثره کړل. او دې نزدې ۱۵ فیصده د غنمو په پیداوار کې کمی راوستو.

په نړۍ کې د غنمو قیمتونه د جون د ۲۰۱۰ کال نه د روان کال د جنورۍ پوري دوه چنده سیوا شوي دي. او د نړیوال بېنک تر مخه د غنمو قیمتونه په تیرو ۶ میاشتو کې په کرغیزستان کې ۵۴ فیصده، په بنګله دیش کې ۴۵ فیصده او په منګولیا کې ۳۳ فیصده لوړ شوي دي.

که څه هم حکومتونه کوشش کوي، په لوړو بیو قابو وموندي، خو سیاسي ناکراري ، د قیمتونو په کنټرول ساتلو بد اثرات غورزوي. لکه د مثال په توګه که پاکستان ته وکتل شي، چرته چې حکومت رعایتي نرخونه مقرر کړي دي، او یوټېلیټي سټورونه هم کار کوي، خو دغه د قیمتونو په کنټرول ساتلو کي ډیر لږ رول لوبوي، او زیات خلک ترې ګټه هم نشي پورته کولی.

په دی حالاتو کې د نړۍ یو شمیر حکومتونه کوشش کوي، خلکو ته اسانتیاوې ورکړي.
د انډونیشیا ولسمشر خپل ولس ته په یوه وینا کې وویل، د کورونو په باغیچو کې مرچکي ، پودینه او دڼیا وکرۍ چې تر یو څه حده پوري پر دوي مالي بوج کم شي.
XS
SM
MD
LG