د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او پاکستان دې د رېمنډ ډېوس مسله د ځپلو تعلقاتو په رڼا کې هواره کړي.


رېمنډ ډېوس د پاکستان او امریکا دپېچلو اړیکو یو له لاملونو څخه دی
رېمنډ ډېوس د پاکستان او امریکا دپېچلو اړیکو یو له لاملونو څخه دی
سرچينه ډان ورځپاڼه

ژباړه داود خټک مشال رېډیو


ورځپاڼې ډان د امريکايي وګړي ريمنډ ډيوس د پېښی وروسته د پاکستان او امريکا په اړه يوه اداريه ليکلي چې وايي د ګل په ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د بيان نه دا څرګنديږي چې دا لانجه لا تر اوسه نه ده هواره شوې.

که څه هم ښاغلي ګيلاني ويلي دي چې ددی لانجی په سر به د امريکا او پاکستان اړيکی نه خرابيږي ، خو په پاکستان کی روان حالات دا په ګوته کوي ، که چری دا لانجه په وخت هواره نه کړی شي نو په راتلونکي کې به د دواړو هيوادونو اړيکي د نورې خرابۍ پر خوا ولاړ شي.

د ډان ورځپاڼی په وينا پرته له کوم شک دواړو هيوادونو ددې لانجې په نور خرابولو کې خپل خپل رول لوبولی دی خو اوس چې د لاهور د پېښی نزدې يوه مياشت پوره کيږي، نو امريکا او پاکستان ته پکار ده چې ددغه لانجي د هواري يو لار را اوباسي.

دا چې ريمنډ ډيوس د امريکايي استخباراتي اداری سي آې اې لپاره کار کاوه او که نه ؟ د پاکستان حکومت ته پکار ده چه زر تر زره په دی اړه په سرکاري توګه خپل دريځ څرګند کړي.

د ورځپاڼی ډان په وينا داسې خبرونه هم رابرسيره شوي دي چې ځيني مذهبي سياسي ګوندونه د ريمنډ ډيوس په ډزو د وژل شویو کسانو د کورنيو په غړو فشار راوړی چې د حکومت يا امريکا له خوادې د خون بها اخيستلو نه انکار اوکړي .

د ډان ورځپاڼې په وينا د وژل شووکسانو د کورنيو غړو ته په مکمله او ازاده توګه ددې فيصلې اختيار ورکول پکار دی چه دوی خون بها اخيستو ته تيار دي او که نه ؟ او مذهبي سياسی ګوندونو ته نه ده پکار چې دا کار په خپله ګټه تمام کړي.

که څه هم د پاکستان او امريکا اړيکی پيچلي دي خو د ډان ورځپاڼی په وينا دا دوه اړخيزه اړيکي دومره مهم دي چه د يو وګړي په سر نشي قربانېدلی .

د ورځپاڼی په وينا پاکستان پوهيږي چه بې د امريکا له مرستې دغه هيواد د سختو ستونزو سره مخ کيدلی شي او دغسې امريکا هم خبره ده چې د پاکستان د ملګرتيا بغير نشي کولی چه په افغانستان کی دوامداره امن په ځائ کړي.

د ورځپاڼې ډان په وينا پکار ده چې د انصاف نه کار واخيستل شي او په دی لړ کې دواړه هيوادونه هغه ټولې هلې ځلې وکړي چې دا لانجه د سفارتي او قانوني اصولو په رڼا کی هواره کړي .
XS
SM
MD
LG