د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې جرګې له سني او شییعه ډلو سره خبرې پېل کړې


د کورمې اجنسۍ قبایلي جرګه چې دتوري او بنګښ قبیلو ترمنځ امن راولي
د کورمې اجنسۍ قبایلي جرګه چې دتوري او بنګښ قبیلو ترمنځ امن راولي

د کورمې لویې جرګې نن د فبرورۍ پر ۲۲ مه نېټه په کورمه کې له ښکېلو سني او شییعه غاړو سره خبرې اترې پېل کړي دي.

دوی لومړی له سني غاړې سره ليدلي او وروسته به له شییعه لوري سره ویني چې د کورمې د بې کوره شویو د بیا ودانولو ،تاوان ورکولو،د اوبو او سړک پر مسلو یوه جوړ جاړي ته ورسېږي.

د کورمې جرګې لومړی په سده کې د سني ډلې مشرانو سره ولیدل .د لویې جرګې یوه مشر ملک سلیم خان اورکزي له مشال رېډیو سره په خبرو کې وويل چې د جرګې په نوي بهیر کې حکومتي استازي،د لویې جرګې غړي او د سني ډلې مشران شامل دي.

دی وايي ددې غونډې نېټه د فبرورۍ ۲۰ مه ټاکل شوې وه خو دوه ورځې په ځنډ وروسته وشوه.دی وايي چې په دې جرګه کې د هنګو شییعه او سني مشران هم برخه لرله او له اپرېدو څخه ملک وارث خان وو ،اوددې ترڅنګ د اسلام اباد جرګې غړي هم شامل وو چې د دواړو غاړو ضمانت یې کړی دی.

دی وايي د ټل پاړچنار سړک خلاص شوی دی او یو عارضي امن هم راغلی دی خو د تلپاتې سولې لپاره به په جرګه کې پر هغه ټکیو عمل کېږی چې په مري کې تړون ورباندې شوی وو.

دی وايي ددغه معایدو او روغو جوړو د څار لپاره به یوه وړه جرګګۍ د کرمې په سطحه جوړېږي چې د لویې جرګې د کړېو فیصلو عملي کولو لپاره کار وکړي.



د کورمې قبایلي جرګې یو بل مشر وارث خان اپرېدي مشال رېډیو ته وویل چې راتلونکې غونډه به په پاړچنار کې له اهل تشیع ډلې سره کېږي او به بیا به د کورمې د لویې جرګې لخوا تر څارنې لاندې ټاکل شوې مشترکه کمېټۍ په کړو فیصلو عمل کوي.

دی وايي ،په جرګه کې به د منګل او توري بنګښو ترمنځ د اوبو او ددې تر څنګ د ټل پاړه چنار سړک د بیا پرانیستلو پر مسلو هم خبرې اترې کېږي.

وارث خان اپرېدی وایي،چې د کورمې جرګه به د توري بنګښ او منګل قبیلو ترمنځ د امن ټینګ ساتلو پر لارو چارو هم خبرې کوي.

دی وايي ددې تر څنګ به د پېواړ تنګي او د شلوزان تنګی پر لانجه هم له منګل او توری بنګښ قبایلو سره خبرې کېږي.

وارث خان اپرېدي وويل چې له سني او شییعه ډلو سره د خبرو د ترسره کېدو وروسته به لویه جرګه د پښتونخوا له ګورنر ،د پاکستان له ولسمشر او وزیراعظم سره ویني چې د کورمې د بې کوره شویو کورنیو د بیا ابادولو لپاره مرسته ترې واخلي.

د یادولو ده چې شلوزان تنګی د منګل قبیلې سیمه ده چې له دې ځایه غرنۍ اوبه د پېواړ سیمې ته بهیږي او هلته د توري بنګښ قبیلې کرهڼیزه مځکه خړوبوي خو د دواړو قبیلو ترمنځ د ښخړو وروسته پر توري قبیلې اوبه بندې شوې او دغه ډول توري قبیلې پر منګل قبیلې د ټل پاړه چنار لویه لاره تړلې ده.چې اوس د کورمې جرګه ددغه دواړو او نورو مسلو د هواري لپاره یوه کمېټه جوړوي.

د تېر کال په اوړي کې منګل او توری بنګښ د اوبو او سړک پر سر په سختو نښتو کې په لسګونه کسان وژل شوي او په لسګونه نور ژوبل شوي وو.

که څه هم د دوی ترمنځ خال خال اوس هم پر یوه بل د توپو او نورو درنو وسلو ګوزارونه کېږي خو د تېر په شان نه دي.د دوی ترمنځ د سولې راستو لپاره کاڼۍ اېښودل شوی خو څه موده وروسته بیا کاڼۍ مات شوی .

تر ټولو غټه روغه په مري سیمه کې وشوه خو هغه هم بې نتیجې پاتې شوه،او اوس د کورمې جرګه هیله لري چې د منګلو او توري بنګښ قبیلو مشران یې دې ته رانژدې کړي چې خپله روانه د خبرو اترو له لارې هواره کړي .

د روان مېلادي کال د مارچ پر پنځمه نېټه به د بې کوره شویو خلکو د بیا ابادولو کار پېلږي.
XS
SM
MD
LG