د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان څخه وتل يوازينی حل دی


د افغانستان په هلمند کې امریکايي پوځیان د ګزمې په حال کې
د افغانستان په هلمند کې امریکايي پوځیان د ګزمې په حال کې


ليکوالان: جيمز ميک ګورن او والټر جونز
ژباړه: بشير ګواښ
سرچينه : واشنګټن پوسټ ورځپاڼه. (د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ ۱۸)


د امريکا څخه خپريدونکې ورځپاڼه واشنګټن پوسټ ليکي، چې امريکايي پوځيان بايد زر تر زره له افغانستان څخه ووځي ځکه چې په دې هيواد کې د جګړې له امله د امريکايانو د مړينې شميره زیاتيږي او په اقتصادي لحاظ ګټوره نه ده.

جيمز ميک ګورن او والټر جونز په خپله مقاله کې ليکي چې داسې ښکارې هيڅوک نه غواړي په افغانستان کې د جګړې په اړه خبرې وکړي. تيره مياشت باراک اوباما د کانګرس او سينيټ شريکې غونډې ته په يوه ساعته وينا کې د جګړې په اړه له يو منټ څخه هم لږې خبرې وکړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دې مقالې ليکوالان وايي چې د امريکا خلک هم په دې اړه خاموشه دي او د تير کال د نومبر د مياشتې په انتخاباتو کې د افغانستان جګړه هيڅ د بحث موضوع نه وه.

په مقاله کې راغلي چې کيدای شي وجه يې دا وه چې امريکايان داسې سوچ کوي چې يوازې لږ شمير خلک په خطر کې دي او يا هم دوی دا فکر کوي چې د جګړې لګښتونه د دوی له جيبه نه ځي خو حقيقت دا دي چې د ترهګرۍ په وړاندې روانې هلې ځلې د امريکايي وګړو پر پيسو روانې دي.

ليکوالان وايي چې په افغانستان کې د امريکا جګړې د دې هيواد په تاريخ کې تر ټول اوږده جګړه ده چې اوس يوسل او دولسمې مياشتې ته ننوته. دا تر اتو کلونو زياته موده ده چې پکې ۱۴۰۰ امريکايي پوځيانو او پوځي کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸۸۰۰ نور ټپيان شوي دي.

.

په مقاله کې راغلي چې تیره مياشت په افغانستان کې د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن وويل، چې که افغانستان نه غواړي نو امريکايان به ونه وځي او امريکايي ولسمشر باراک اوباما ويلي چې امريکايي ځواکونه به په افغانستان کې تر څلورو نورو کلونو پورې وي خو ليکوالان پوښتنه کوي چې امريکايان ولې دغلته پاتې شي؟ دوی پوښتنه راپورته کوي چې ولې لا نور امريکايي پوځيان د دې جګړې قرباني شي؟

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې جيمز ميک ګورن او والټر جونز په دې مقاله کې وړاندې ليکي چې د افغانستان جګړه نه يوازي د پوځيانو د مرګ او ژوبلې له کبله بلکې د اقتصادي لحاظه هم ګرانه پريوتي.

ليکوالان وايي چې امريکا بايد په افغانستان کې د پاتې کيدو د پلانونو پرځای له دغه ځايه د وتلو په اړه فکر وکړي. د دوی په وينا د امريکايانو وتل په دې مانا نه دي چې افغانانو ته شا اړول کيږي بلکې مطلب يې دا دی چې داسې يوې جګړې ته شا کړل شي او د پای ټکی ورته کيښودل شي چې د افغانستان ثبات او د امريکا امنيت يې نه دی زيات کړی.
XS
SM
MD
LG