د لاسرسي ځای

تازه خبر

ودونه څو ډېر دي هومره لانور راوړه


د لا ډېر ودونه خبره بې له شکه په ۶۶ کلن زیونا چنا جوړېږي چې دهند د یوې لیرې کلیوالې سیمې اوسېدونکی دی.هغه ۳۹ میرمنې ، ۹۴ بچيان او ۳۳ لمسيان لري او لاهم وايي پروانه نشته که نورې میرمنې او نور ماشومان هم ولري.

رویټرز خبري اژانس ددې سړي په اړه په یو رپورټ کې لیکي چې د میزورام ایالت په لرې پرته غرییزه سیمه کې چې پولې یې د بنګله دیش او میانمر سره لګیدلي ، په یو څلور پوړیزه ودانۍ کې چې ۱۰۰ خونې لري له خپلو اولادونو سره یو ځای ژوند کوي.

ښاغلي چنا رویټرز ته ویلي، چې په یو کال کې یې يو وخت د لسو میرمنو سره واده کړی و. دنوموړي د خوب کوټې سره په څنګ کې د هغه د ټولو میرمنو د خوب یوه ګډه خونه ده او ګاونډیان یې په اړه وايي، دهغه خوښیږي چې په یو وخت کې دهغه اوه میرمني د هغه سره په خوا کې وي.

د نوموړي زامن او د هغوي میرمنې او دهغوي ټول اولادونه دڅلور پوړیزه ودانۍ په جلا جلا خونو کې اوسیږي ولې یوه ګډه اشپزخانه لري.

د زیونا چنا میرمنې په نوبت سره اخلی پخلی کوي او لوڼې یې دکور صفايي کوي او لوښي او جامې مینځي. دکورنارینه دباندې کارونه کوي لکه د څارویو ساتل او کرکیله کول اوداسې نور .

داکورنۍ چې ټول غړي یې د ۱۶۷ په شاوخوا کې دي ، هره ورځ ۹۱ کیلوګرامه وریژې او ۵۹ کیلوګرامه الوګان ( پټاټې ) خوري، دوی خوراکي توکي په خپلو مټو پیداکوي، او کله ناکله ددوی سره ددوی ځیني تربرونه مرسته هم کوي.

رویټرز اژانس د زیونا چنا له خولې لیکي : زه همدا نن دې ته چمتو یم چې خپله کورنۍ نوره هم پسې وغزوم او د واده لپاره هرڅه کولو ته تیار یم .

دی وايي، زه دومره ډیر خپلوان او خیال ساتونکي لرم نو ځان ددنیا ترټولو بختور کس ګڼم .

زیونا دخپلې اولې میرمنې سره چې تر ده درې کاله مشره ده هغه مهال په اول ځل لیدلي وو چې دی یوازې ۱۷ کلن و.

نوموړی دعیسوي مذهبه یوې ډلې مشري په غاړه لري چې ( چنا ) نومیږي او دا ډله ددې خبرې پلوي ده چې ډیر ودونه وکړي. ددې ډلې بنسټ په ۱۹۴۲ کال کې اېښودل شوی و.

ددې مذهبي فرقې منونکي انګیري چې دوی به ژر دنړۍ په سر حکومت وکړي او تراوسه ۴۰۰ کورنۍ داسې دي چې ددې دود او مذهب پلویان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG