د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد او مینګورې پر لویه لار ټرافیکي پېښه کې ۳ کسان وژل شوي


د اسلام اباد او مینګورې ترمنځ روان یو فلاینګ کوچ ګاډی له یو ټرالر سره ټکر خوړلی چې په نتیجه کې یې ۳ کسان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

دموټروی پولیسو یو چارواکي شعیب خان په پېښور کې زمونږ خبریال ته وویل چې فلاینګ کوچ د اسلام اباد نه مینګورې ته روان و چې د رشکۍ سیمه کې د حادثې ښکارشو .

په پېښه کې ژوبل کسان د درملنې لپاره د مردان روغتون ته رسول شوي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG