د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بریتانییا وزیراعظم مصر ته تللی


دمصر عمومي څارنوال احمد عبدالمجید ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر احمد عبدالغایث ته دنده سپارلې چې دبهرنیو هیوادونو سره دې دپخواني ولس مشر حسن مبارک او د هغه د کورنۍ د غړو د شتمنیو کنګلولو لپاره خبرې وکړي.

بل پلو دبریتانیا وزیراعظم ډیوډ کیمرون مصر ته رسیدلی .په مصر کې دتاوژنو حالاتو او د واک د لیږدیدو نه وروسته دبهرنیو هیوادونو د یوه لوړپوړي چارواکي دغه هیواد ته لو مړی سفر دی.

ډیوډ کیمرون په قاهره کې دوینا پرمهال وویل، د جمهوریت د ودې لپاره مصر ته دده سفر یوه لویه لاس ته راوړنه ده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG