د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نیوزی لېنډ کې زلزلې ۴۵ کسان وژلي دي


د فرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخې د نیوزي لینډ په جنوبي ښار ( کرایسټ – چرچ ) کې د شپږ اعشاریه درې کچې د یوې زورورې زلزلې له امله ۶۵ کسان وژل شوي دي.

نوموړي اژانس دنیوزی لېنډ د وزیراعظم جان کي له خولې لیکي، چې کیدای شي د مرګ ژوبلې شمیره تر دې نوره هم لوړه شي.

جان کي د نیوزی لینډ ټیلي ویژن ته ویلي دا نه یوازې د کرایسټ چرچ ښار بلکه د ټول هیواد لپاره دناورین ګړۍ ده .

بل پلو د نیوزی لینډ رېډیو دسیمې د شاروال باب پارکر له خولې خبر ورکوي چې کیدای شي د ۱۵۰ و نه نیولې ۲۰۰ و پورې کسان تر کنډکپرو ودانو لاندې ایسار پاتې وي.

رپورټونه وايي ددې زلزلې له امله ودانیو او سړکونو ته هم تاوان رسیدلی ، او دبرېښنا او اوبو رسد ټکنی شوی دی.

په تیرو پنځو میاشتو کې دادوهم ځل دی چې کرایسټ چرچ ښار د زلزلو سره مخ کیږي. په تیر ستمبر کې دشوې زلزلې زور اوه اعشاریه یو ریکارډ شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG