د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د ډرون برید نژدې اته مشکوک اورپکي وژلي


پر شمالی او جنوبي وزیرستان د یوه څه ځنډ وروسته د ډرون الوتکو بریدونه بیا پېل شوي دي.
پر شمالی او جنوبي وزیرستان د یوه څه ځنډ وروسته د ډرون الوتکو بریدونه بیا پېل شوي دي.
دپاکستان استخباراتي چارواکي وايي یوې مشکوکې بې پایلټه امریکايي الوتکې تیره شپه دافغانستان پولې ته نږدې په شمالي وزیرستان کې په بمبارۍ کې لږ تر لږه اته مشکوک اورپکي وژلي.

رپورټونه وايي دابرید د سپلګه په نوم په یو کلي کې ترسره شوی دی.

تردې وړاندې په جنوبي وزیرستان کې هم ورته حمله شوې وه چې ورکې یوشمیر مشکوک اورپکي وژل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې په وروستو کې په افغانستان کې د اورپکو طالبانو لخوا د ځانمرګو خونړیو بریدونو وروسته چې پکې په سلګونه افغان ولسي وګړي ووژل شو،په یوه څه ځنډ پسې پر شمالي او جنوبي وزیرستان د بې پایلټه مشکوک امریکايي ډرون الوتکو بریدونه هم بیرته پیل شوي دي.

په افغانستان کې مېشت د امریکا په مشری د نېټو ځواکونه په دې باور دي چې پر ډیورنډ کرښه پر پاکستاني غاړه د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو روزنیز مرکزونه دي چې له همدې ځایه هغوی په افغانستان کې پر نړیوالو سوله ساتو ځواکونو او افغان ځواکونو بریدونه کوي.

پر شمالي وزیرستان په بیا بیا د ډرون الوتکو په بریدونو کې د القاعدې او طالبانو مشهور کمندانان او د سر کسان وژل شوي دي،چې به هغو کې د تحریک طالبان پاکستان مشر بیت الله مسود شامل دی.
XS
SM
MD
LG