د لاسرسي ځای

په نړۍ د مورنیو ژبو جهاني ورځ ولمانځل شوه


په کوټه کې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل کېږي

په کوټه کې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل کېږي

د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځ په ترڅ کې د هغې ورځې یاد هم ولمانځل شو چې په ۱۹۵۲ م کال کې د ډهاکې په ښار کې زده کوونکو د خپلې مورنۍ ژبې ً بنګلا ً د رسمي کولو لپاره احتجاج کاوو او د پولیسو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.

دا هغه وخت وو چې کله اوسنی بنګله دېش د پاکستان برخه وو.

په دې لړ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، عوامي نشنل ګوند او یو شمېر نورو بلوڅ ملتپالو ګوندونو او مدني ټولنو له خوا د پښتنونخوا ، بلوچستان او پاکستان په نورو یو شمېر ښارونوکې لاریونونه ، غونډې او سیمینارونه جوړ شول.




په پېښور کې د خبریالانو کلتوري څانګې هم یو سېمینار جوړ کړی چې پکې خبریالانو او د پښتو ادب لیکوالانو ګډون وکړ.

غونډې ته خبریالانو وویل چې مورنۍ ژبه د یوه قام د سوکالی لپاره لوی کردار ترسره کوي.د دوی په خبره که ژبه خواره وي نو قام یې خوار وي.

په غونډه کې برخوالو پر مرکزي حکومت او د پنجاب پر مېډیا هم سخت ټکونه وکړل او ویې ویل، چې د بنګله دېش د بېلېدو لویه وجه هغوی ته خپل حقوق نه ورکول وو.

له دې علاوه په سېمینار کې د پښتنو او د بلوچستان د محرومیانو په اړه هم خبرې وشوې.دوی پردې خبره زور راوړ چې په پاکستان کې دې هم د نورو پرمختللو ملکونو په څېر تعلیم په مورنۍ ژبه ورکړل شي.

د پښتو ژبي یوه نامتو شاعر اباسین یوسف زي مشال رېډیو ته وویل چې د هر قام ماشوم حق لري په خپله مورنۍ ژبه زدکړې وکړی.

دی وايي،که ماشوم په خپله مورنۍ ژبه زدکړې حاصلې نه کړي نو د هغه نیم صلاحیتونه د یوې پردی ژبې په زدکولو او نیم د تعلیم په حاصلو ضایع شي.

اباسین یوسف زی وايي، په خیبر پښتونخوا کې له لومړني ټولګي څخه تر دولسم پورې پښتو د یوه لازمي مضمون په توګه د ښودلو فیصله شوېده خو دی زیاتوي ،چې په صوبه کې په پراییوېټ سکولونو کې هم پښتو لازمي کول دي،دده په خبره هغه ځکه چې دپرایوېټ سکولونو شمېر ۳۵ فیصد ته رسېږي او په دومره شمېر کې ماشومان له خپلې مورنۍ ژبې بې برخې کول د پرمختګ پروړاندې خنډ دی.

په خپلو خبرو کې اباسین یوسف زي د پښتوژبې په اړه خپله یوه غزل په داسې ټکیو کې وړاندې کړه.

په څه د مروره چېرته تللې ده پښتو
دا ولې په دې ښار کې داسې غلې ده پښتو

له بل سر خو خیر ډېرې بانې ډېر جوابونه
دا ما اوتا په څه باندې کږلې ده پښتو

زما د خیال د حسن د بیان په کالو پوره
که ښکلې ده په ژبو کې نو ښکلې ده پښتو


د مورنیو ژبو دنړیوالې ورځ په مناسبت په بنو کې هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او انجمن ترقي پسند لیکوالان بنو په ښار کې لاریون وکړ او د بنو پرېس کلب کې یې یوه غونډه جوړه کړه.

د غونډې یوه برخوال له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل ،چې پښتو ژبه د تعلیم او د ژوند په هرډګر کې رایجه ول یوه سیاسي مسله ده او تر څو چې د پښتنو ټول سیاسي ګوندونه او ددې ترڅنګ لیکوالان او ادبیان دا یو له مهمو مسلو ونه بولي نو ترهغو پښتو نه وده کولای شي او نه د خپل ولس په ګټه ورتلای شي.

دی وايي،پښتو ژبه یوازې د شاعرانو مسله نه بلکه خالصه سیاسي مسله ده او سیاسي حل ورته پکار دی.دده په خبره دا د افسوس خبره ده چې ادیبان او شاعران یې سیاسي مسله نه بولي.
د کوټې په ساینس کالج کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ په مناسبت غونډه


د بنو نعیم اتي خېل له مشال رېډیو سره په خپلو خبرو کې وویل ،”ترهغو چې د سکولونو ټول مضامین هغه که ساینسي ،دیني یا معاشرتي دي ، په پښتو ژبه وانه ړول شوي ،پښتانه ماشومان یې ویل او لوستل ونکړي تر هغو موږ مکمل پښتانه نه شو کېدلی٬٬
د بنو میرداول فقیر له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل ،” پښتنو ځکه ترقي ونکړه چې پښتو ژبه یې شا ته پاته ده.خطره دا ده چې دا ژبه له موږ څخه بالکل هیره هم شي٬٬

د کراچۍ یو ماشوم (هېواد) هم د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځ په مناسبت له مشال رېډیو سره د خپل سکول د لومړني ټولګي د سبق ویلو پروخت وويل چې اې مانا اېپل ،اېپل مانا سېب ، او داسې نور او ډي مانا ډک ،د ډک مانا بطخ چې دده په خبره په اوبو کې ګرځي ،کاخ کاخ کوي خو په پښتو کې څه ورته وايي دی نه پوهېږي.دی وايي، په سکول کې پښتو نه ورښودل کېږي.

دا یواځې هیواد نه دی بلکه په کراچۍ کې په لکونه داسې ماشومان دې چې یا خویې خپله مورنۍ ژبه هېره کړې او یا هم په پښتو یې د نورو ژبو ټکي وردننه کړي دي.

د کراچۍ یوه لیکوال نوراسلام سنګر له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل ،” دا مهال په ښار کې داسې ګڼې کورنۍ ترسترګو کېږي چې خپله ژبه یې هېره کړې ده او دده په خبره لویه وجه یې په سکولونو کې انګرېزي او بیا د اردو ژبو غلبه ده.او بله خبره دا ده چې ګڼې داسې کورنۍ شته چې قامي او ملي شعور یې کم وي نو هغوی پښتو او ژبې ته خاصه توجه نه ورکوي. داسې خلک هم په کې شته چې د هغوي دریم او څلورم نسل دلته دی او د هغوي پر ژبه باقاعده اثر پرېوتی دی.له افغانستان څخه په لکونه پښتانه هند ته ولاړ او هلته یې خپله ژبه پښتو هېره کړه اوس د هغوی هيڅ نوم نشان نه مالومېږي٬٬

شاعر او کره کتونکی ریاض تسنیم وايي،”په تاريخ کې هغه قامونه له مېنځه تللي چې مورنۍ ژبه یې ختمه شوېده.هر کال له نړۍ څخه وړې وړې ژبې له مېنځه وزي،ددې لویه وجه د هغې ژبې ویونکي د خپلې مورنۍ ژبې حفاظت نه کوي او پکار ده چې هر قام د خپلې مورنۍ ژبې حفاظت وکړي او د حقونو لپاره دې اواز پورته کړي ٬٬

زبپوهان وايي کله چې یو قام خبله ژبه هېره کړي نو هغوی ورو ورو خپل کلتور هم هېروي او چې کله کلتور او ژبه دواړه له مېنځه ولاړ شي نو بیا قام یو ملت نه بلکې د ولسونو په یوه ټولګي واوړي.او په تاریخ کې یې تش نوم پاتې شي.
XS
SM
MD
LG